کور پانه / ادب / روغتیا / په خوب کې د مخ پټول منع…لس هغه عادتونه چې مغز لمنځه وړي

په خوب کې د مخ پټول منع…لس هغه عادتونه چې مغز لمنځه وړي


که د خوب کولو پر مهال په دوامداره ډول مخ پټوئ نو ممکن ستاسو د مغز کارکولو ځواک له ستونزو سره مخ او سست یې کړي، همدا راز پر مغز نامطلوبه تاثیرات پریږدي.

د خوب پر مهال د مخ پټولو خطرونه

د خوب پر مهال مخ پټول د ډی اکسایډ کاربن غلظت ډېریدو او د اکسیجن غلظت کمیدو لامل کېږي چې په پایله کې یې مغز ته زیان رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څېړنو هغه علتونه چې مغز ته زیان رسوي، د سهار ناشتان نه کول او په پایله کې یې د وینې قند لویدل، ډېر خوراک، د سیګریټ څکول، د ویني لوړ فشار، د ډېرې مودې لپاره په ککړه هواکې پاتې کیدل، لږې خبرې کول او دخوب پر مهال سر پټول ښودلې دي.

روغتیا پالان تل په تاکید سره وايي چې خپل سره د خوب پر مهال مه پټوئ ان ښځو ته وايي چې خپل ویښتان مو د خوب پر مهال خلاص پرېدئ. همدا زار د خوب پر مهال ځينو نورو ټکو لکه د مناسبو کالو اغوستل او له هغه کالو چې د کاروان روغتیا په دې برخه کې ذکر شوي څخه ډډه کول.

د مغز لپاره لس هغه خطرناکه عادتونه چې باید ترې لرې والی وکړو.

د سهار ناشتا نه کول: هغه کسان چې سهار ناشتا نه کوي په ډېره لوړه کچه یې د وینې قند ټېټېږي. دا کار د دې لامل کېږي چې د مغز حجرو ته په کافي اندازه مغذي مواد ونه رسېږي او مغز له ستونزو سره مخ شي.

ډېر خوراک کول: ډېر خوراک کول په مغز کې د سرو رګونو بندیدو لامل کېږي چې پایله یې ذهني کمزورتیا ده.

د سیګریټ څکول: سیګریټ څکول له څو اړخونو مغز ته زیان رسوي،او د الزایمر پیدا کېدو لامل کېږي.

له حده ډېر د قندي او خوږو موادو مصرفول: ډېر خواږه موادو کارول په بدن کې د پروټين جذب کې ستونزې او اخطلالات پیدا کوي.

د هوا ککړتیا: مغز د اکسیجن یو تر ټولوو مهم مصرف کوونکی دی، د ککړې هوا استنشاقول د مغز اکسیجن سطحه ټيټوي چې په پایله کې یې د داسې حیاتي غړي کار کې کمښت رامنځته کېږي.

د خوب کمښت: خوب د مغز ارامتیتا او استراحت لپاره یو له ټولو غوره اقدام دی، ډېره او اوږد مهال بې خوبي د مغز حجرو ته زیان رسوي.

د خوب پر مهال د مخ پټول: خوب پر مهال د مخ پټول لکه په کمپل، بړستن یا کوم بل څېز کې چې د کاربن ډېریدو او اکسیجن کمښت لامل کېږي مغز ته ډېر زیان رسوي.

د ناروغتیا پر مهال له مغزه ډېر کار اخیستل: د ناروغتیا پر مهال کار کول او یا مطالعه کول د مغز توان کموي او د مغز حجرو ته زیان رسوي.

د مغز محرکو او جوړونکو افکارو کمښت: د مغز ودې لپاره فکر کول یو تر ټولو غوره لاره ده، او د داسې محرکو افکار نشتون بیا د ذهني کمزوتیا لامل کېږي.

په دوامداره توګه کمې خبرې کول: د مطالعو پر بنسټ خبرې کول نه بېهوده او بې ځایه خبرې او خپل پوه او اطلاعات له نورو سره شریکول د مغزی کارکولو وړتیا ډېروي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د کب غوښې له ګټو او زیانونو ځان خبر کړئ

د کب غوښه د طبیعت (مزاج) له پلوه لمده ګرمه ده خو د طبیبانو په …