کور پانه / ادب / روغتیا / په خالي معدې د خامې هوږې خوړلو معجزې

په خالي معدې د خامې هوږې خوړلو معجزې

په خالي معدې د هوږې خوړلو خواص او اثرات


هوږه د هندیانو په خوړو کې ځانګړی ځای او د بېلابېلو ناروغیو درملني لپاره یو له پېژندل شویو درملو څخه ګڼل کېږي. هوږه د ویني جریان ښه کوي، ایمني سیستم، د ویني فشار او د زړه ناروغیو په رغونه کې مهم رول لري او له بدن څخه زهریات دفعه کوي. ډاکټران وایي د دې لپاره چې هوږې لا زیاتو ګټو څخه برخمن شئ نو په نهاره یا تشه معده یې وخورئ. د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو تاسو ته په خالي معدې د هوږي خوړلو دلایل ذکر کړي دي:


په خالي معدې د هوږې خوړلو دلایل:

د غوړ هضمول: په تشه معده خامه هوږه خوړل د غوړ هضمولو لپاره ډېره ګټوره ده. ځکه چې د ویني یو طبیعي رقیق کوونکی ګڼل کېږي، د ویني فشار او کلسټرول کنټرولوي.

سربیره پردې ، مطالعو ښودلې چې په هوږې کې سلفري ترکیبات د سرطاني حجرو په وژلو کې مرسته کوي. هوږه یو پیاوړی انټي بیوټیک دی، د سږو مختلفې ناروغۍ درملنه او د خوراکي موادو جذب لپاره معده پیاوړي کوي.

غښتلی انټي بیوټیک دی: خامه هوږه یوله قوي انټي بیو ټیکونو څخه شمېرل کېږي چې په تشه معده خوړل یې قابلیت لا ډېروي. د خامې هوږې یوه پله خوړل د معدي باکتریاوې لمنځه وړلو کې مرسته کوي ځکه چې قوي انټي بیوتیک، سلفر او د خام هوږې یوه ټوټه خوړل په معدې کې د باکتریاو مخنیوي کې مرسته کوي ځکه هوږه ډیری انټي بیوټیکونه، د الیسین او اجوئن له ډوله سلفر لري چې انټي بیوتیکي محتوا یې د زکام او ټوخې په درملنه کې مرسته کوي.

هضم او د وزن کمول: د سهار په خالي معده هوږه خوړل د اشتها او هضم لامل کیږي. چې د معدې دغه ښه فعالیت د نورو ګټو تر څنګ د وزن په کمښت کې هم د پام وړ رول لوبوي. د دې تر څنګ په نهاره د خامې هوږې خوړل د اسهال درملنه هم کوي.

د ویني لوړ فشار: د الیسین سلفر، ډی الیل ډی سولفید، ډی الیل او سلفر لرونکي ترکیبات کولای شي د ویني فشار کنټرول کړي.


د زهر لمنځه وړل: په هوږه کې د سلفري موادو شتون په بدن کې د زهرجنو موادو لمنځه وړلو کې مرسته کوي. پر دې بنسټ که شپې مو درانه خواړه خوړلي وي نو د زهرو دفع لپاره راتلونکې ورځ مو د هوږې په خوړلو پیل کړئ.


د خامې هوږې خوړل:


خامه هوږه کې د پخې په پرتله ډېر مغذي مواد شتون لري. له همدې کبله په سلادونو او ترکاریو کې د خامې هوږې کېښودل یو ډېر معمول او عام کار دی.


څنګه کولای شو خپله ورځ له هوږې سره پیل کړو:


ځان ډاډه کړئ چې هوږه تازه ده ځکه چې په ځنډېنۍ هوږه کې الیسین مواد کمېږي.


د هوږې پوستکی واړوئ څومره مو چې اړتیا وي استعمال یې کړئ نوره په یخچال کې کېږدئ.


سهار په نهاره د هوږې له خوړلو وړاندې د ډاکټر مشوره مه حېروئ ځکه ممکن ستاسو د معدي شرایط دې کړنې سره مناسب نه وي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د کشمش له دغو زرینو خواصو خبر شئ

کشمش چې له انګورو څخه جوړیږي، چې بدن ته د ډېرو مغذي موادو لرونکي دي، …