کور پانه / ادب / روغتیا / په خالي معده د اوبو څښکلو معجزې

په خالي معده د اوبو څښکلو معجزې

په جاپان کې سهار په نهره د تودو اوبو څښکل یو دود ګرځیدلی ځکه دوی په دې باور دي چې سهار په نهاره د اوبو څښکل کولای شي پوستکی ځوان او ښایسته وساتي، د سهار له لوري یو یا دوه ګیلاسه تودې اوبه څښکل کولای شي بدن فعال او له خوبه ویښ او د بدن ټول داخلي غړي پاک کړي.

 

روغتیا پوهان وایي، په تشه معده د تودو اوبو څښکل کولای شي ستاسو بدن له بې شمېره ناروغیو څخه وژغوري ان داسې ناروغۍ چې ستاسو باور هم نه پرې راځي. د دوی په وینا په نهاره د ګرمو اوبو څښکل کولای شي دا لاندې ناروغۍ چې مونږ تاسو ته د کاروان د روغتیا په برخه کې په لاندې ډول ذکر کړي سل په سلو کې درملنه وکړي.

 

د ستونې درد، د ستونې پړسوب، شدید سر درد، د وېنې فشار، د مفاصلو درد، فلج، د زړه شدید یا چټک زربان، غوړ، نری رنځ، د شیریانونو پړسوب او هر هغه ناروغي چې د ادرار سیستم پورې اړه ولري د اسیدونو ډیریدل او د معدې التهاب، د اشتها کمښت یا نشتوالی او هر هغه ناروغي چې سترګو، غږونو او حنجرې پورې اړه ولري.

 

په تشه معده د اوبو ځښکلو ګټې:

 

د بدن میتابولیزم غښتلی کوي.

 

د وزن کمښت لامل کېږي.

 

د معدی سوخت له منځه وړي.

 

د معدی هاضمې په ډېریدلو کې رول لري.

 

د بدن ایمني سیستم غښتلی کوي.

 

په پښتورګو کې د تېږې جوړیدو څخه مخنیوی کوي.

 

د مثانې مکروب او پړسوب لمنځه وړي.

 

ویښتان نرم، روښانه او سالم ساتي.

 

پوستکی روښانه نرم او سالم ساتي.

. وياند

دا هم ولولئ

که دغه څلور عادتونه لرئ ژر تر ژره يې پرېږدئ!

پدې لېکنه کې مو هغه عادتونه په اړه مالومات راټول کړي کوم چې د روغتيا …