کور پانه / ادب / روغتیا / په تشه معده د تودو اوبو څښکلو معجزې

په تشه معده د تودو اوبو څښکلو معجزې

د جاپاني ناروغیو اتحادې په خپلو هغو ورستیو څېړونو کې چې د اوبو په اړه یې کړې مندلې چې په نهاره د تودو اوبو څښکل ۱۰۰ په سلو کې کولای شي د لاندې ذکر شویو ناروغیو درملنه وکړي.

شدید سر درد، د وېنې فشار، د مفاصلو درد، فلج، د زړه شدید یا چټک زربان، غوړ، د ستونې درد، د ستونې پړسوب، نری رنځ، د شیریانونو پړسوب او هر هغه ناروغي چې د ادرار سیستم پورې اړه ولري د اسیدونو ډیریدل او د معدې التهاب، د اشتها کمښت یا نشتوالی او هر هغه ناروغي چې سترګو، غږونو او حنجرې پورې اړه ولري.

د تودو اوبو په مرسته دې درملنې طریقه :

هر سهار وختي له خوبه جګ شئ او په تشه معده څلور ګیلاسه اوبه وڅښکئ چې شاوخوا ۱۶۰۰ میلي لیتره کیږي اوبه باید ګرمې وي خو نه دومره ګرمې چې خوله مو وسوزوي یعنی اوبه باید معتدلې وي.

د دې لپاره چې ښه پایله ولري، هڅه وکړئ د اوبو څښکلو څخه وروسته ۳۰ تر ۴۰ دقیقو پورې څه ونه خورئ. ځکه دا هغه مهال ده چې بدن د حجرو بخار، هایدرایتونه او انرژي د تازه اکسیجن په مرسته مصرفوي.

جاپانیانو کې سهار د تودو اوبو څښکل یو دود ده ځکه هغوی بارو لري چې سهار دې اوبو څښکل د ښایسته او ځوان پاتې کېدو لامل ګڼي. په سهار کې یو یا دوه ګیلاسه اوبه څښکل کولای شي ستاسو بدن فعاله او له خوبه را ویښ کړي. همدا راز کولای شي د بدن ټول داخلي غړي پاک کړي.

ځیني خلک یا ناروغان په لومړیو کې د ۴ ګیلاسه اوبو څکلو سره ستونزه لري او نه شي کولای په یو وخت کې څلور ګیلاسه اوبه وڅښکي نو دوی کولای شي په لومړیو کې له کمې اوبو څښکلو څخه پیل وکړي لکه په لومړیو کې یو ګیلاس وڅښکي بیا یې ورو ورو ډیر کړي تر څو څلورو ګیلاسونو ته ورسیږي.

د ناروغیو درمان په تودو ابو څښکلو سره په لاندې مدت کې ثابت شوي دي

د قند ناروغي په ۳۰ ورځو کې

د وېنې فشار په ۳۰ ورځو کې

سرطاني ناروغۍ په ۹ میاشتو کې

د معدې ناروغۍ ۱۰ ورځو کې

سل او د شیریانونو التهاب په ۶ میاشتو کې

د پزې، غوږو او حنجرې یا ستونې ناروغي په ۲۰ ورځو کې

د اشتها کمښت ناروغۍ درملنه په ۱۰ ورځو کې

د ادرار سیستم ستونزې په ۱۰ ورځو کې

د میاشتنۍ ناروغي ستونزې په ۱۵ ورځو کې

د زړه او دې ته ورته نورې ناروغۍ په ۳۰ ورځو کې

شدید یا سخت سردرد ۳ ورځو کې

کم خوني په ۳۰و ورځو کې

غوړ په ۴و میاشتو کې

فلج په ۹و میاشتو کې

په تنفسي سیستم کې ستونزې په ۴و میاشتو کې

د تودو اوبو څښکلو خواص په اړه ځیني مهم ټکي

تل معتدله ګرمې اوبه وڅښکئ او له سرو یا جوش اوبو له څښکلو څخه ډډه وکړئ ځکه سرې اوبه کولای شي خولې او مرۍ ته زیان ورسوي. کله چې اوبه جوش شوې نو لومړی یې پریږدۍ چې تودوخه یې را ښکته شي او له هغه وروسته یې مصرف کړئ. همدا راز د ډوډۍ خوړلو پر مهال ګرمې اوبه وڅښکئ ځکه د ډوډۍ پر مهال د سړو اوبو څښکل د دې لامل کیږي چې بدن مو ډیره انرژي مصرف کړي تر څو د بدن تودوخه مو بیرته برابره شي او دا کار پر هاضمې سیستم منفي اغیزې لرلی شي.

پاملرنه : له ورزش ورسته د ګرمو اوبو له څښکلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې له تمرین یا ورزش وروسته د انسان بدن تودوخه په خپله لوړیږي او د تودو اوبو څښکل هم د بدن تودوخه زیاتوي نو دا بهتر ده چې له ورزش یا تمرین وروسته ګرمې اوبه ونه څښکل شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …