کور پانه / ادب / روغتیا / په بوتل کې د تودو شویو اوبو له زیانونو خبریاست!؟ 

په بوتل کې د تودو شویو اوبو له زیانونو خبریاست!؟ 

که په موټر او یا کوم بل ځای کې له ځان سره په بوتلونو کې تودې شوې اوبه لرئ پام مو وي چې وې نه څښکئ ځکه روغتیا ته ډېر زیان رسوي.

په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله تودېږي او د انسان بدن ته ډېر ګواښونکي او خطرناک زیانونه اړولی شي.

په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراده لوړېږي او د دغه پلاستیک بوتل مواد، چې کیمیايي مواد لري، د ګرمۍ له وجې په اوبو کې حل کېږي، کله چې بیا انسان دغه اوبه وڅښي نو انسان ته د زهرو په شان تاوان اړولای شي.

که چېرې د موټر څخه بهر د حرارت درجه د ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې وي نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه د ۶۰ څخه تر ۷۵ پورې وي.

د بوتلونو د جوړولو له پاره یو قسم مواد چې (Polyethylene terephthalate) نومېږي استعمالوي او دغه مواد د ګرمۍ له وجې د(بي، پي او ای) په اوبو کې اخراجوي او دغه مواد په بوتلونو کې ځکه استعمالوي چې بوتلونه خراب نه شي، کله چې دغه مواد په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي د انسان صحت ته زیان اړوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

څنګه بدې خاطرې له ذهنه وباسو؟

 د کلورادوم  پوهنتون کې ترسره شوې څېړنو ښودلې چې خلک په ځان کې دبدو خاطرو …