کور پانه / لوبې / پنجاب د ۸ لوبغاړو لرلو سره؛ وروستي اور کې ۴ منډې پوره نه کړې

پنجاب د ۸ لوبغاړو لرلو سره؛ وروستي اور کې ۴ منډې پوره نه کړې

د هند غوره لیګ یا IPL لوبو په لړ کې راجستان رویل او پنجاب کینګز لوبډلو تر منځ د ټورنمنټ ۳۲مه سيالي ترسره شوه چې د راجستان لوبډلې لوبغاړې په اوروستي اورکې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې چې اته ویکټې یې هم لرلې له څلورو منډو دفاع وکړه.

د لوبې په پیل کې ټاس د پنجاب لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

یادې لوبډلې په ټاکل شويو شلو اورونو کې د د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

راجستان لپاره توپ وهنه کې یشسوي جیسوال ۴۹، ماهئپال لومرور ۴۳، ایوین لیویس ۳۶، لئیم لیوینګسټون ۲۵، چیټان ساکاریا ۷، کرس مورس ۵، سنجو سامسون او رایان پارګ ۴-۴، راهول تیوالي دوه او کارتیک تئاګي یوه منډې جوړې کړې خو د پنجاب لوبډلې لپاره توپ اچونې کې ‌چاهول درې، اودانا دوه او ناودیپ سینې یوه ویکټه واخیسته.

په مقابل کې بیا د پنجاب لوبډلې لپاره مائانک اګروال ۶۷، کې ایل راهول ۴۹، نیکولاس پوران ۳۲ او ایډین مارکرام ۲۶ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، راجستان لپاره توپ وهنې کې بیا کارتیک تیاګي دوه، چیتان شکاریا او راهول تیواتیا یوه-یوه ویکټې واخیستې.

پنجاب لوبډلې ته په وروستي اور کې یوازې څلور منډې د بریا لپاره پاتې وې، د راجستان لوبډلې تکړه بالر کارتیک تئاګي دغه اورکي د پنجاب لوبډلې دوه  لوبغاړي وسوځول او له څلورو منډو یې په دفاع کولو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

پنجاب لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورنو کې د څلور لوبغاړو په سوځيدلو سره ۱۸۳ منډې وړې کې او وې نه شوای کړای چې ټاکل شوې هدف ته ځان ورسوي.

د یاد لیګ لوبو په لړ کې به نن د سنرایزر حیدراباد او ډیلي کپیټلز لوبډلو تر منځ د افغانستان پر وخت ۶ بجې او ۳۰ دقیقې لوبه ترسره شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې اوس مهال د …