کور پانه / ادب / روغتیا / پر چوکۍ ډېره ناسته مو په دغه مرګونې ناروغۍ اخته کوي

پر چوکۍ ډېره ناسته مو په دغه مرګونې ناروغۍ اخته کوي

د نیویارک سینټرل مانیټرینګ د نويو څیړنو له مخي  هغه خلګ چې دفترونو کې کار کوي او تر ډیره وخته پرچوکیو باندي کښیني، د لویو کولمو له سرطان سره مخ کیږي.

دامریکا (جورنال اف ایپیډیمولوجي) ادارې له لورې په يو خپور شوې خبر کې راغلي، هغه خلګ چي ډېری وخت پر چوکیو کښیني د نورو خلکو په پرتله د لویی کلمو په سرطان ناروغي يې د اخته کیدو نسبت ۳۰٪سلنه زیات وي.

څیړنو زیاته کړې تر ډیره وخته پورې پریوه حال پاته کیدل اوکوم بدني تمرین نه کول پرانساني جسم باندي بد اثرات اچوي او دلويې کولمې دسرطان امکانات زیاتوي، دسرطاني ناروغیو پوهان دا هم وايي چې د چوکۍ له ناستې علاوه د ډیرو غوړیو او سرې غوښې (دپسه اوغوایی دغوښو خوړل) هم دسرطان دناروغي امکان زیاتوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د ډوډۍ له خوړلو وروسته دا کارونه مه کوئ

دروغتیايي چارو کارپوهه ډاکتره ایمان فکري وايي: زموږ ( دلویانو او کوچنیانو) ترمنځ، چې اوس …