د پاکستان کرکټ بورډ انګلستان پر وړاندې راروانو شل اوریزو لوبو لپاره خپل د لوبغاړو ۱۷ کسېز نوم لړ اعلان کړ.
د غه سیالۍ به د راتلونکې جمعي ورځ د اګسټ میاشتي په ۲۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافیلډ ګرونډ کې پیل شي چې درې لوبې په کې شاملې دي.
بابر عظم به په دې لوبو کې لوبډلمشري کوي، ۳۹ کلن محمد حفیظ په سکواډ کې تر ټول زوړ او تجربه لرونکی لوبغاړی دی.
همدا راز بابر عظم، نسیم، محمد رضوان، شاداب خان او شاهین افرید هغه لوبغاړي دي چې له یاد هېواد سره په ټسټ لوبو کې هم لوبېدلې دی.
پاکستان د ورستي ځل لپاره له بنګله دیش سره د روان کال په جنوري میاشت کې شل اوریزې لوبې ترسره کړې چې 0-2 یې سیریز په خپله ګټه پای ته ورسو.
په دې لیست کې لوبډلمشر بابر عظم، فخر زمان، حیدر علي، حارث روف، افتخار احمد، ایماد وسیم، خوشدل شاه، محمد حفیظ، محمد حسین، محمد ریضوان، محمد امیر، نسیم شاه، سرفراز احمد، شاداب خان، شاهین افریدي، شعیب ملک او وهاب ریاض شامل دي.
Pakistan have named a 17-man squad for their three-match T20I series against England.#ENGvPAK pic.twitter.com/QZAP3zPOcf
— ICC (@ICC) August 21, 2020
یادې لوبډلې اوس له یوبل سره په ټسټ لوبو بوختې دي.