کور پانه / ادب / ټولنیز چلند « نزاکت » او ګټې یې

ټولنیز چلند « نزاکت » او ګټې یې

ادب او نزاکت له یو بل سره تړلي. په کور کې نزاکت له  کور د باندې د نزاکت په اندازه مهم دی. نورو ته پام او ښه چلند د مهربانۍ د حس، مینې او په کورني چاپیریال کې د منلو لامل کېږي. ادب یعنې د ښه چلند تمرین.

له دې کبله  چې ځینې خلک په ادب چلند نه کوي، تعجب کوم. د بې ادبه چلند نتیجه او حاصل لنډ مهالی دی، ځکه خلک نه غواړي چې له دغه ډول  چلند سره مخ شي، له همدې کبله له بې ادبه انسانانو نفرت کوي.

ادب باید  په ماشومتوب کې زده شي، چې مودبانه را لوی او زړه سواندي لویان ترې جوړ شي. مودبانه چلند یو ځل زده کېږي او د عمر تر پایه له شخص سره پاتې کېږي. مؤدبانه چلند د نورو د احساساتو پر وړاندې د حساسیت او هغوی ته د پام څرګندوی دی. دغه ډول چلند ښايي خلکو ته بې ارزښته ښکاره شي؛ خو داسې لنډ او بې ارزښته عبارتونه لکه: مننه، لطفا، متأسفانه» د دې سبب کېږي چې کاروونکی یې تر نورو په لوړ مقام کې واقع شي.

په یاد ولرئ چې ادب له ادب څخه زېږي او مؤدب  والی په  مقابل اړخ کې د نزاکت لامل کېږي. تر څو مو چې له لاسه کېږي په ادب او نزاکت چلند وکړئ. په لومړي سر کې د ادب د مراعات لپاره ښايي لږ پام ته اړ شئ؛ خو ستاسې دغه پام پر ځای او ارزښتمن دی.

نزاکت ډېر لګښت  نه لري؛ خو ګټه او ارزښت يې زیات دی. د نزاکت ګټه نه یوازې خپله کس او مقابل اړخ ته يې رسېږي، بلکې ټولو هغو کسانو ته رسېږي چې له دغه  کس سره اړیکه لري.

ښايي له داسې حالت  سره به مخ شوي وی چې په مجلس کې یوه کس ټوکه پیل کړې وي؛ خو بل يې په خبره  کې ورلوېږي او ټوکه  بشپړوي. دغه کار د دویم کس د علم او معلومات د زیاتوالي څرګندونه کوي؛ خو په حقیقت کې د هغه کمزوری ټولنیز چلند ښيي.

ادب د ښې روزنې ښکارندوی دی

ډېری هوښیار او با استعداده کسان یوازې له ادب څخه د بې برخوالي له کبله له بریالیتوبونو بې برخې کېږي. په حقیقت کې ادب او په نزاکت چلند د با فرهنګۍ او بې نزاکتي د بې فرهنګي نښه ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …