کور پانه / عمومي مالومات / يوې ۱۴ کلنه انجلۍ چې له شپږ مارانو سره ژوند کوي

يوې ۱۴ کلنه انجلۍ چې له شپږ مارانو سره ژوند کوي

د انډونیزیا هېواد يوې څوارلس کلنې جینۍ چې د يو مارانو یعني پايتونز د ساتلو سره مينه لري د خپل شوق د پوره کولو لپاره يې په کور کې شپږ لوی پايټومز ماران ساتلي دي.

پایتونز هغه ماران دي چې په افریقا ، آسیا او آسټرالیا کې د ډېرو خطرناکو ماران له کورنۍ څخه شمېرل کېږي. دا د نړۍ تر ټولو لوى مارانو له کورنۍ څخه دي چې کولاى شي انسان ژوندى له خپلې مرۍ تېر کړي او خپله ګېډه پرې مړه کړي.

دغه انجلۍ چې «اسما کمال» نومېږي د خطرناکو مارانو په روزلو سره يې ټوله نړۍ حیرانه کړي ده.

دغه انډونیزیايي انجلۍ له دغو شپږو مارانو سره د ماشومانو په شان مینه کوي او ورسره لوبې هم کوي.

د دغې انډونیزیايې انجلۍ یوه ویډیو په اینټرنیټ پاڼې په تیزې سره لاس په لاس کېږي چې هغه پکې په کور کې ساتل شوي ماران په اوبو کښې لمبوي.

دغه انډونیزیايې جینۍ زیاتوي چې هغه له څلور کنۍ څخه د دغو مارانو شره ژوند کوي او له تیرو لسو کلونو راهسې دغه ماران له دې سره دي او دا ورسره ډیره مینه هم کوي.

د دغې ويډيو له لېدو وروسته ليدونکو د دغي انجلۍ په اړه اندېښنه خودلې او دا يې د هغې ژوند ته لوى ګواښ بللى خو انجلۍ پدې ټينګار کوي چې ماران يې زهرجن ندي او هغې ته هېڅ زرر نشي رسولى.

. كاروان

دا هم ولولئ

د ښه او خوشحاله ژوند کولو راز

حتما به له داسې حالت سره مخ شوی یيئ چې د ورځې له پیل څخه …