افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې تازه ګومارل شوی سلاکار پاکستانی يونس خان وايي،د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې استعدادونه شته خو تراشلو ته اړتیا لري چې لعلونه شي.
خان چې اوس مهال اماراتو کې له افغان ملي لوبډلې سره په شل ورځينيو کمپ کې په روزنې اخته ده د لنډ وخت لپاره د توپوهنې په برخه کې سلا کار ټاکل شوی دی.
نو موړي یادې څرګندونې پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي او زیاته کړې یې ده چې له افغان لو بغارړو سره ښه وخت تېروي:
د متحده عربي اماراتو په کیمپ کې د افغانستان کرکټ لوبغاړو سره ښه وخت تېر شو، ځینې لوی استعداونه شته چې له تراشلو وروسته به په لعلونو بدلیږي.
د یونس خان تر څنګ عمر ګل هم دغه کمپ کې د روزونکي په حیث ګډون کړی دی.