کور پانه / خبرونه / ویښتانو ته د بادامو تیلو حېرانونکې ګټې؛ له تویدو یې هم مخنیوی کوي

ویښتانو ته د بادامو تیلو حېرانونکې ګټې؛ له تویدو یې هم مخنیوی کوي

څېړنې ښایې چې د بادامو تېل ویښتانو ته خورا ګټور دي او ان د تویدو مخنیوی یې هم کوي، څېړونکې یې لامل د بادام تیلو مکروب ضد خاصیت په ګوته کوي او په وینا یې بادام د اومیګا نهه، اومیګا شپږ او اومیګا درې اسیدونه هم لري.

د دې سربیره د بادامو تیل د مګنیزیم او ویټامین E  لرونکې هم دي چې ویټامین اي یو قوي انټي اکسیدان ګڼل کېږي.

د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو تاسو ته د بادامو تیلو مهمې ګټې بیان کړي دي.

لومړی – که چیرته ویښتان د بادمو په تیلو غوړ کړئ دا چاره مو د ویښتانو له ماتیدو څخه مخنیوی کوي او د مات شویو ویښتانو په بېرته رغیدو کې رغنده رول لري.

دوییم- د بادامو تیل ویښتانو ته وده ورکوي ځکه د بادامو تیل پروټینونه او خورا منرالونه لري.

درییم- ویښتان نرم او ځلانده کوي.

څلورم – د ویښتانو پښه او خارښت له منځه وي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

اریانا سعید د امریکا نوي ولسمشر ته یو وړاندیز کړی

د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید د امریکا نوي ولسمشر جو بایډین ته د مبارکۍ …