کور پانه / لوبې / ویراټ کوهلي له هر ټویټ څخه څومره پیسې ګټي؟

ویراټ کوهلي له هر ټویټ څخه څومره پیسې ګټي؟

ویراټ کوهلي په یو ټویټ څومره پیسې ګټي؟

( ۲۳ فېبروري – ۲۰۲۰م زیږدیز کال | ویاند وېب پاڼه ) د هندۍ کرېکټ لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر او ستوری لوبغاړی ویراټ کوهلي په ټویټر کې له هر ټویټ څخه څومره پیسې ګټي؟

د نړۍ مشهوره څېرې له بېلابېلو لارو پیسې ګټي ، له انسټاګرام،وېب پاڼې،یوټیوب،ټویټر او همداراز بېلابېلو له اعلانونو پیسې ګټي، د کرکټ لوبغاړو په منځ کې ویراټ کوهلي تر ټولو مشهور لوبغاړی دی، ویراټ کوهلي په انسټاګرام ۵۰ میلیونه څارونکي لري او همداراز ټویټر کې کې میلیونونو څارونکي لري.

ویراټ کوهلي له هر ټویټ څخه ۲،۵ هندي کروړه پسې ګټي چې ۳۵۰ زره امریکايي ډالر کېږي، دا په ټوله کې پنځم اغېز ناک د ټویټر کارند دی چې ډېرې پیسې ګټي.

لومړی شمېره د فوټبال ستوری کرېسټیانو رونالډو دی، رونالډو له خپل هر ټویټ څخه کابو ۸۶۰ زره امریکایي ډالر ګټي، ورپسې دویم مقام کې د فوټبال بل ستوری اندرېس انېسټا دی چې هغه کابو ۵۶۰ زره امریکايي ډالر ګټي، دریم مقام کې د فوټبال بل ستوری نېمار جې آر دی او ځلورم مقام کې د بسکېټ بال یو لوبغاړی دی.

ویراټ کوهلي د کرکټ یو ځلانده لوبغاړی دی په نړۍ کې په میلیونونه مینه وال لري، د ویراټ کوهلي فېټنس او د بېټېنګ غوره فارم د ده مینه وال لا ډېر کړي. ویراټ کوهلي په نړېوالو لوبو کې ۷۰ سلیزې لري، ۳۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی شوی، ویراټ کوهلي له ۲۰۱۷م د هندۍ کرکټ لوبډلې د ټولو بڼو لوبډلمشر دی.

 

. كاروان

دا هم ولولئ

ای پي اېل: بنګلور په یو ستر توپېر کلکټې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د سنرایزر رویل …