کور پانه / لوبې / ولې IPL کې بنګلور لوبډلې تر اوسه اتلولي نه ده ګټلې؟

ولې IPL کې بنګلور لوبډلې تر اوسه اتلولي نه ده ګټلې؟

د بنګال لوبغاړي منوج تېواري هغه علتونه په ګوته کړې چې له کبله یې د هند په غوره لېګ یا ای پي ایل کې د رویل چلنجرز لوبډلې اتلولي نه ده ګټلې.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا چې  تر اوسه ولې بنګلور لوبډلې اتلولي نه ده ګټلې یو لامل یې د ویراټ کوهلي لوبډلمشري ده:

د هند لوبډلې لپاره ویراټ کوهلي یوه ښه لوبډلمشر دی خو د بنګلور لوبډلې لپاره لوبډلمشري نه شي کولای او تر اوسه یې بنګلور لوبډلې ته لوبډلمشر ناکامه ثابته شوې  ده.

تېواري همدا راز زیاته کړې چې بنګلور لوبډله په اوپینینګ کې ستونزه لري او خارجې لوبغاړي ورته سمه لوبه نه کوي:

په تېر پړاو کې بنګلور لوبډلې جوش پېلیپ د توپ وهنې په برخه کې اوپېنینګ ته ښکته کو، خو پیلیپ لکه څنګه چې باید لوبیدلی وای ونه لوبېده.

دا په داسې حال کې ده چې ویراټ کوهلي له ۲۰۱۳ کال را په دېخوا  د رویل چلېنجرز لوبډلې لوبډلمشر دی خو نوموړي په خپله لوبډلمشرۍ کې لا تراوسه کومه اتلولي نه ده ترلاسه کړې.

ټاکل شوې چې د دغه لېګ راتلونکې څوارلسم پړاو سیالیو لپاره بولې د روانې فبر وري میاشتې په ۱۸مه نیټه ترسره شي.

یادې بولې ته ۳۰ افغان  لوبغاړو په ګډون ۱۰۹۷ بحرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

سیډنې سیکسرز د بیګ باش لسم پړاو اتلولي وګټله

سیډني سیکسرز لوبډلې د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش په پایلوبه کې پیرت …