د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په هېواد کې د ساه او زړه ناروغیو له کبله نېږدې ۵۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
د یاد وزارت مالوماتو له مخې له مړه شویو کسانو څخه لس سلنه یې یوازې د کابل وسیدونکي دي.
ډي پي اې خبري اژانس په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون له قوله لیکلي چې هره ورځ دې روغتون ته په منځني ډول ۲۰ د زړه ناروغان ورځي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، په هېواد کې د زړه ناروغیو کچې لوړوالی د هوا ککړتیا پورې اړه لري او په وینا یې همدا د هوا ککړتیا په ډېرو افغانانو کې د زړه ناروغي پیدا کېدو لامل ګڼل شوی دی.
د روغتیا نړیواله اداره بیا وایي هر کال د نړۍ په کچه اووه میلیونه کسان د هوا ککړتیا له کبله مړه کېږي.