کور پانه / لوبې / ولې په لېګونو کې د بنګله‌دېشي لوبغاړو په پرتله افغان لوبغاړي ښه پیرل کېږي؟

ولې په لېګونو کې د بنګله‌دېشي لوبغاړو په پرتله افغان لوبغاړي ښه پیرل کېږي؟

د بنګه دیش کرکټ لوبډلې تجربه لرونکي روزونکي محمد صلاح الدین وایي، د دوي ټاپ لوبغاړي په کرابین لېګ کې ونه پېرل شول خو د افغانستان کم تجربه لرونکي لوبغاړي په لېګونو کې اخستل کېږي.

هغه زیاته کړې چې دا د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي یو ښه ځېری دی، ځکه دوي په شل اوریزو لوبو کې ډیر ښه بازرونه لري.

صلاح الدین وایي دا چې افغان لوبغاړي په تجارتي لیګونو کې ښه پیرل کېږي یو ستر لامل یې دا دی چې دوی ښه توپ اچونه کوي خو په وینا یې بیا د دوی لوبغاړي چې دوی ښه بالران نه لري نو ځکه نه اخستل کېږي:

محمد نبي او راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د توپ اچوني په برخه کې راج کوي، خو د بنګه دیش بالارنو سپید له ۱۴۰ پورته نه ځي همدا یې لامل دی چې د بنګه دیش لوبغاړي په سوداګریزو لېګونو کې نه او یا هم ډير کم اخيستل کېږي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغه کړي چې دوی کارابین لېګ ته خپل ټاپ لوبغاړي وړاندې کړل خو یو هم ونه پیرل شو.

په مقابل کې بیا په همدې لېګ کې د افغان لوبډلې شپږ لوبغاړي وپېرل شول.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …