کور پانه / ادب / روغتیا / ولې باید خپل خوراکې ریژیم کې انځر اضافه کړو؟

ولې باید خپل خوراکې ریژیم کې انځر اضافه کړو؟

 

څېړونکي وایي د انځرو مصرفول کولای شي د زړه او معدی روغتیا تضمین کړي.

 

انځر مديتراني او مرکزي اسیا هیوادنو کې ډېره مصرفیدونکو میوو له ډلې څخه ده چې ترکیه اوس مهال د نړۍ په کچه د انځرو تر ټولو لوۍ تولیدونکی هېواد بلل کېږي، د دې تر څنګ چې انځر بدن ته ډېرې ګټې لري په درملو کې هم کارول کېږي.

 

د بیلکې په ډول د عمان خلک انځر په اوبو کې جوشوي او په سنتي ډول یې د ټوخې درملنې لپاره کاروي، د ایران خلک بیا انځر د قبض درملني لپاره په ډېر عام ډول کاروي همدا راز یونانیان په ډېره لوړه کچه د انځر د کولمو چنجیو لمنځه وړلو لپاره کاروي.

 

د انځر ګټو په اړه پرلپسې څېړنو په پایله کې تر ټولو مهمې ګټې یې په لاندې ډول ښودل شوي چې د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو ترې یادونه کړې ده:

 

د زړه ناروغیو په درملنه کې مرسته: په ۲۰۱۷ کال کې یوې څېړنې ثابته کړه چې انځر په مږکانو کې د وینې فشار کموي او د زړه ضربان تنظیموي، څېړونکي وایي، په انځرو کې د پوتاشیمؤ فنولونو او فلاونوئیدونو شتون کولای شي د زړه ناروغیو ګواښونه کم کړي.

 

د وېنې قند کنټرول: د انځرو طبیعي خوږوالی د وینې قند کچه ثابته ساتي، په ۲۰۱۸ کال کې د یوې څېړنې پایلو ثابته کړه چې په انځرو کې شته فلانویدونه، فنولیک اسید، نانینونه او ویټامین E په شکر لرونکو کسانو کې د انسولین تولید کچه ډېره وي او د وینې ګلوکوز کچه ټېټوي.

 

په کولمو کې د خوراکي توکو اسانه حرکت: بې شمیره څېړنو ښودلې چې د انځر مصرف کولای شي په کولمو کې د خوړو خوځښت اسانه کړي. دقبض په اړه څېړنو ښودلې، هغه خلک چې دا میوه خوري د عضلاتو منظم حرکتونه لري او د قبض کیدو خطر یې کمېږي.

 

همدا راز یوې وروستۍ څېړنې وموندله چې که د دوو اوونیو لپاره د انځر او کتان پوډر مخلوط وخوړل شي نو معده به یې په ورځېني ډول منظم فعالیت ولري.

 

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …