کور پانه / ادب / روغتیا / د خاکشیر ګټې؛ پوستکی هم ښایسته او روښانه کوي

د خاکشیر ګټې؛ پوستکی هم ښایسته او روښانه کوي

د سنتي طب متخصصین د خاکشیر په اړه وایي، خاکشیر د هغه بوټې تخم دی چې معمولا دشتو او بېلابېلو ځاینو کې پیدا کېږي.

دوی زیاتوي چې د خاکشیر دوه ډولونه ډير نوم وتي او عام دي؛ لوی خاکشیر او کوچنی خاکشیر چې په ټوله کې خاکشیر دانې د ګرم مزاج لرونکي دي.

همدا زار دغه دانې اشتها راوړونکې او د هاضمې سیستم قوي کوونکي دي.

همدا راز یو له غوره ځانګړنو څخه یې دا ده چې رنګ روښانه او څېره ښایسته کوي.

د دې تر څنګ د دغو دانو خوړل له شیدو سره د چاق یدو لامل کېږي.

خاکشیر د زهرو لمنځه وړونکی خاصیت لري او کولای شي د زهر لرونکو درملو اغیزې له منځه یوسي. بدبختانه نن ورځ چې مونږ کوم توکې کاروو نو اکثره زهر لرونکې دي، اوس مهال کې خاکشر هغه څه دي چې ټولنه ورته اړتیا لري.

دغه دانې د ښځینه ناروغیو لپاره هم ګټورې دي خو باید پام مو وي چې ډیر خوړل یې د سر درد پیدا کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …