کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / ولسمشر غني کرکټ لوبغاړو ته: تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست

ولسمشر غني کرکټ لوبغاړو ته: تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ لوبغاړو ستاینه کړې او ویلي یې دي، تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست.

نو موړي یادې څرګندونۍ نن د کرکټ بورډ رهبرۍ، د کرکټ ملي ټیم غړو او د شپږیزې کرکټ لېګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو سره په یوه کتنه کړې کړې او ویلي یې دي:

 ستاسې په رګونو کې د اتلانو وینه جریان لري او دا وطن تل اتلانو ساتلی دی

نوموړي زیاته کړې، تاسې اوس په بین المللي ډګرونو کې سیالي کوئ او د سیالیو له اصولو سره بلد یاست، ستاسې پیاوړې مټې او ځلېدونکي څېرې موږ ته هیله رابښي:

د حکومت رهبري، د خدمت ټیم دی او ویاړو چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې د افغانستان اتلانو ته هرکلی وایوو.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د کرکټ لوبغاړو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کرکټ د لوبغاړو رول د افغانستان په یووالي کې مهم بللی او ویلي یې دي:

 تاسې خلکو ته خوښي راوړې، حکومت پر تاسې لازیاته پانګونه کوي او کرکټ به په ټول هیواد کې پراختیا ومومي، هغه ویاړونه چې تاسو افغانستان ته راوړي، موږ پرې ویاړو.

دغه راز په دې کتنه کې د کرکټ بورډ لوی رئیس فرهان یوسفزي او د کرکټ بورډ غړي هارون میر، هغه بیټ چې د کرکټ ملي ټیم غړو پرې خپل لاسلیکونه کړي وو، ولسمشر غني ته ډالۍ کړ.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه …