کور پانه / ادب / روغتیا / د وازګې له ګټو ځان خبر کړئ!

د وازګې له ګټو ځان خبر کړئ!

وازده که څه هم د غوړيو پر ځای په خوړو کې کارول کېږي او د ډېرو ناروغيو لکه خارښت، درد، د ټپ شړېدل او کمزوزۍ مخه نيسي، همدا راز په ځينې درملو او ملهمونو کې هم کارول کېږي چې ددې په مرسته پړسوب او درد له مېنځه ځي او زخمونه ژر روغېږي.

 چې د دغه موخې د ترسره کېدا لپاره زياتره په درملو کې د وزې، بطې، مرغاوۍ او چرګانو وازده کارول کېږي.

همدا راز د زمري، سنډا او چينډخې (چونګښې)  وازده يوازې او يا له بل کوم درمل سره د طلاء په ډول جوړېږي چې د قوت باه د زياتوالي لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.

په همدې ترتيب د مار (منګور) وازده د قوت باه او يا د سترګو د هغې ناروغۍ لپاره چې اوښکې له  سترګو څخه بهېږي له ځينو نورو طلاوو سره يو ځای کېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …