کور پانه / عمومي مالومات / هوښیار یا آګاه او ناخودآګاه ذهنونه وپیژنئ

هوښیار یا آګاه او ناخودآګاه ذهنونه وپیژنئ

زموږ هوښیار ذهن دتفکر وړتیا لري، له همدې کبله کولی شي یو شی ومني او یا يې هم رد کړي؛ خو ناخودآګا ذهن مو یوازې مني او له هغه څه  سره چې ترلاسه کړي يې دي هېڅ راز توپیري چلند نه کوي.

که خپل ذهن په وېره ، شک او نفرت تغذیه کړو، د نفس تلقین فعالېږي او دغه  شیان پر واقعیت بدلېږي. زموږ ناخود آګاه ذهن  د معلوماتو دبانک او یا هم  موټر په څېر دی چې چلوونکی يې زموږ هوښیار ذهن دی. جالبه دلته ده چې د دوی ترمنځ زموږ د ناخودآګاه ذهن پیاوړی دی. ځواک له موټره سره دی؛ خو کنټرول يې د چلوونکی په لاس کې دی. ناخودآګاه ذهن کولی شي زموږ په خدمت کې واوسي او یا زموږ خلاف عمل وکړي او فعالیت يې عقلاني نه وي. که موږ بریالي نه یو، غوره ده چې خپل  ناخودآګاه ذهن له سره پلان کړو.

دغه ذهن د بڼ په څېر دی، دې ته اهمیت نه ورکوي چې څه په کې کرو، بې پرې دی او هیڅ لومړیتوب نه لري. که ښه  تخم په کې وکرو ښه حاصل به راکړي او که  مو تخم پوچ وي حاصل به مو هم سم نه وي.

تر دې به هم یو څه وړاندې ورشم او وبه وایم  که  په دغه بڼ کې ښه او اصلاح شوی تخم  هم وکرو؛ خو پالنه يې ونه کړو بیا به مو هم حاصل یوازې بې ګټې بوټي وي. د بې ګټې وښو د ودې بهیر دوام پیدا کوي، د انسان ذهن هم همداسې دی، په یوه وخت مثبت او منفي افکار هغه نه شي تسخیرولی. د بریالیتوب لپاره باید خپل ذهن پر مثبت مسیر ور برابر کړو.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

زمونږ هر احساس موږ ته څه پیغام لري؟

د انسانانو ژوند له ګڼو ښو او بدو پیښو سره تړلی دی. چې هر څوک …