هوږه د هندیانو په خوړو کې ځانګړی ځای او د بېلابېلو ناروغیو درملني لپاره یو له پېژندل شویو درملو څخه ګڼل کېږي. هوږه د ویني جریان ښه کوي، ایمني سیستم، د ویني فشار او د زړه ناروغیو په رغونه کې مهم رول لري او له بدن څخه زهریات دفعه کوي.
هوګه د یو لړ ناروغیو او شرایطو درملنې لپاره یو له خورا پیاوړو خواړو څخه شمیرل کیږي. د هیلینګ فوډز کتاب په وینا هوګه په نړیواله کچه د ډيرو روغتیايي ګټو لپاره پیژندل شوی. همدا راز که هوږه د روغتیاپالانو لارښونې سره سم وکارول شي د ډېرو دردونو ارامولو لامل کېږي.
د غوږ درد، چې د ځینو نورو دردونو په شان د تحمل وړ نه دی او انسان ډېر په عذابوي، چینایي ساینس پوهانو په خپلو تازه څېړنو کې موندلې چې د دغه سخت درد لپاره هوږه هغه درمل دي چې یاد درد حتما اراموي.
د دوی په وینا که د غوږ په برخه کې مو د درد احساس کوئ، نو د شپې له لوري د ویده کېدو پر مهال په غوږ کې هوږه کېږدئ چې له دې کار سره به ستاسو د غوږ درد ارام شئ.
یادو ساينس پوهان زیاته کړې، چې د شپې لخوا په غوږ کې د هوږې کيښودل درد داسې ارموي، چې له خوب څخه تر راپاڅيدلو وروسته به داسې احساس وکړئ چې هیڅ کوم درد مو نه درلود.
د روغتیاپالانو په وینا په غوږونو کې درد د مکروبونو او جراثیمو له کبله وي یعنې په غوږ چې کله جراثیم او مکروبونه جمع شي نو درد پیدا کوي. خو په مقابل کې بیا هوږه د مکروبونو او جراثیمو تر ټولو غوره او اساسي لمنځه وړونکی ده.