کور پانه / لوبې / هند له کوربه اسټرالیا څخه د ټیسټ لوبو سیریز وګټه

هند له کوربه اسټرالیا څخه د ټیسټ لوبو سیریز وګټه

د هند او اسټرالیا تر منځ د ټیسټ لوبو په لړ کې نن د څلورمې او وروستۍ لوبې ورستۍ انینګز تر سره شو چې هند دې لوبې په ګټلو سره سیریز هم په خپل نوم کړ.

د لوبې  په پیل کې ټاس د اسټرالیا لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، اسټرالیا لوبډلې په خپل لومړي انېنګز کې ۳۶۹ منډې جوړې کړې.

یادې لوبډلې ته دې انېنګز کې مارنوس لابوسچګن تر ټولو غوره توپ هنه ترسره کړه، هغه په ۲۰۴ توپونو ۱۰۸ منډې جوړې کړې، همدا راز ټیم پین په ۱۰۵ توپونو ۵۰ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې. دې انېنګز کې بیا د هند لپاره توپ اچونې په برخه کې ناتاراجا او سوندر ۳- ۳ ویکټې واخیستې.

په مقابل کې بیا هند لوبډلې په خپل لومړي انینګز کې ۳۳۶ منډې جوړې کړې، یادې لوبډلې ته دې اینینګز کې شاردل ټاکور ۱۱۵ توپونو ۶۷ او واشنګټن سندر په ۱۴۴ توپونو ۶۲ تر نورو لوړې منډې جوړې کړې. اسټرالیا لپاره توپ اچونې کې بیا جوز هزلې اووډ پنځه او میچل سټارک دوه ویکټې واخیستې.

اسټرالیا بیا په خپل دوېیم انینګز کې ۲۹۴ منډې جوړې کړې چې د لومړي انینګز نمبرو سره ټو ټال ۶۶۳ نوي منډې شوې او هند اړ وه د بریا لپاره ۳۲۸ نورې منډې جوړي کړی وای.

هند لو لوبډلې په خپل دوییم او وروستۍ اینینګز کې و کولای شول د اووه لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوې هدف ته ځان ورسوي او د لوبې سره سره سیریز هم ۲-۱ خپل په نوم کړي.

یادې لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې سبمن ګیل ۹۱ او ریشب پنټ ۸۹ ناسوځیدلې تر نورو لوړې منډې جوړې کړې.

د لوبې په پای کې د نیوزلینډ لوبډلې لوبغاړی ریشب پنټ د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، او د سیرزی غوره لوبغاړي جایزې ګټونکی شو.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

هغه ۳۰ افغان لوبغاړي چې د IPL راتلونکې بولې ته یې نوم لیکنه کړې

د ای پي ایل راتلونکي څوارلسم پړاو سیالیو بولي ته چې ۱۰۹۷ بحرنیو لوبغاړو ورته …