کور پانه / عمومي مالومات /  هغه ژرنده ګر چې میلیاردر شو

 هغه ژرنده ګر چې میلیاردر شو

هر څومره چې د بریالیو انسانانو د ژوند کیسې لولی، همدومره ډاډه کېږی چې بریالیتوب د فرصت پر ځای د زیار او هڅې پایله ده. د زیار په پایله کې خلکو له ډېرو کوچنیو کاروبارونو ژوندونه جوړ کړي دي. هېڅکله به مو داسې فکر نه وي کړی چې ژرنده ګړی هم د هڅې په پایله کې تر میلیاردرۍ رسېدلی شي.

 سوازیلنډي « ناتان کېرش» د هڅو او زیار په مرسته ثابته کړه چې ژرندګړی هم میلیاردر کېدای شي.

نوموړی د ۱۹۳۲ زېږدیز کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د سوېلي افریقا په « پچیفسټروم » سیمه کې زېږېدلی دی. ښوونځی یې په همدې سیمه کې لوستی، خو لوړې زده کړې یې د سوداګرۍ په برخه کې په وېټواټرسټنډ پوهنتون کې کړې دي. وروسته د سوازیلنډ پوهنتون د قانون په برخه کې افتخاري دکټورا هم ورکړې ده.

ناتان له ۲۰ کلنۍ کار پیل کړی دی. دغه مهال یې له خپلې مور سره چې د بیرو « د وربشو د اوبو» فابریکه یې لرله په کارونو کې مرسته کوله.  له مور سره تر څه مودې کار وروسته د خپل کاروبار په فکر کې شو. د پلار تر مرګ وروسته یې ۱۲۰۰ فونډه د ژوند د بیمې په توګه ترلاسه کړي وو او غوښتل یې پر دغو پیسو په سوازیلنډ کې د بیرو فابریکه جوړه کړي، خو حکومت اجازه ور نه کړه او ده ته یې وویل چې باید خپله پانګه د جوارو په برخه کې بند کړي. ده له بزګرو څخه د جوارو د اخیستو، د ساتنې لپاره د مناسب ځای او ژرندې د جوړولو لپاره ۴۵۰۰۰ زره فونډو ته اړتیا دلوده، خو دومره پیسې ورسره نه وې.

د کاروبار د تنظیم لپاره یې ۱۵ زره فونډه له پانګوالو د ونډو په بدل کې ترلاسه کړل، ۲۵۰۰ فونډه یې مور پور ورکړل، ۱۲۰۰ فونډه یې هر یوه ورور مرسته ورسره وکړه او یوه برخه نورې پیسې یې له بانک څخه پور کړې او په ۱۹۵۹ زېږدیز کال یې کاروبار پیل کړ. د کار په لومړي کال یې ایله ۱۴۰۰ فونډه ګټه وکړه، خو دویم کال ته یې د ګټې کچه ۱۰ زره فونډو ته لوړه شوه.

وروسته یې خپل فعالیتونه د خوړو د وېش، جایدادونو او سودګرایزو مراکزو برخې ته وغځول. د نوموړي د اوسنۍ پانګې اصلي سرچینه د « د جېټرو» په نوم شرکت دی چې په امریکا کې له سترو عمده پلورنځیو ګڼل کېږي.

د فوربس مجلې د شمېرو له مخې ناتان کېرش اوسمهال دری اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۴۲۰ ام او په خپل هېواد سوازیلنډ کې تر ټولو شتمن کس دی. ده واده کړی، دوې لوڼې او یو زوی لري او په لندن کې ژوند کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د ناروغیو اسانه کورنۍ درملنې؛ هرڅوک باید پرې پوه شي

۱- که سردرد لرئ همدومره بس ده چې یو تریو لیمو نیم کړئ او پر …