کور پانه / عمومي مالومات / هغه هلک چې له انجونو هم ډېر جلۍ ته ورته دی

هغه هلک چې له انجونو هم ډېر جلۍ ته ورته دی

یو جاپانی ۱۵ کلن هلک په خپل او ګاونډي هېوادونو کې د انجونو ته ورته غږ او څېرې لرلو له کبله د ژبو پر سر او د خلکو د توجو وړ ګرځيدلی؛ یو جالب واقیعت چې له انځورونو سره یې د کاروان په دې برخه کې وېنئ او لولئ.

باکو وروسته له هغه د پام وړ شهرت ترلاسه کړ چې موده وړاندې یې د جاپان استعدادنو په وروستي پړاو کې ګډون وکړ. د غوره هلک دغه مسابقه د مشهورې جانون مجلې له لوري په لاره اچول شوې وه، یاده مسابقه له ۱۳ څخه تر ۲۸ کلنو ځوانانو هغه هېلي او خوبونه پوره کوي چې د تمثیل، سندرې ویلو او تلویزوني خپرونو پر مخ وړلو په برخه کې یې لري.

که څه هم باکو په یادو مسابقو کې بریالۍ نه شو، خو په انلاین سنیو کې د هغه دغه مشهوریدل کولای شي په راتلونکې کې د هغه ژوند د ساتیرۍ خپرونو کې تضمین کړي. خو که د هغه استعداد هغه وروستۍ مرحلې ته رسولای وای نو خلکو نشوي کولای هغه له ظاهري څېرې قضاوت کړي.

له که څنګه چې په انځور کې وېنئ دغه ځوان بېخي انجونو ته ورته څېره لري، او ن غږ یې هم د انجونو په څېر دی نو ځکه یې په اړه بېلابېل نظرونه خپرېږي. د هغه دا ښځو ته ورته څېره دومره انټرنیټ کې ګرمه موضوع وګرځیدله چې اړ شو پر خپله ټویټر پاڼه ولېکي «زه هلک یم.»

د هغه یو نږدې خپلوان وایي، هغه څه چې مونږ ویلی شو دا دي چې د هغه د اکونټونو پخواني انځورونو او پوسټونو په لیدلو سره تاسو ډاډ ترلاسه کولای شئ چې هغه هلک دی خو همداسې د انجونو په څېر څېره لري او پلاستیکي جراحي یې نه ده کړې.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د کب غوښې له ګټو او زیانونو ځان خبر کړئ

د کب غوښه د طبیعت (مزاج) له پلوه لمده ګرمه ده خو د طبیبانو په …