کور پانه / ادب / روغتیا / هغه مېوې چې په طبیعي ډول وزن کموي

هغه مېوې چې په طبیعي ډول وزن کموي

دلته مو هغه مېوي درته درپژندلي چې په ورځېني ډول یې خوړل د ډنګریدول لامل کېږي:

مڼې

مڼې د فلاویدونو لرونکي او له فایبر څخه غني دي، په ورځېني ډول د مڼو مصرفول د وزن کمېدو لامل کېږي. مڼې له پوستکو سره وخورئ ځکه چې انتي اکسیدان او فیبر د دې مېوې په پوستکي کې دي. د مڼې خوړل د وېنې قند کنټرولوي او بلاخره مو هغو خوړو ته هوس کموي چې چندان خاصیت نه لري.

ځمکنې توت

ځمکني توت ابي توت ته ورته خاصیت لرونکي دي چې د سالم وزن په ساتلو کې ډيره مرسته کوي. دغه توت هم د انتوسیانین لرونکي دي. ډاکټران وایي چې باید په ورځ کې یوګیلاس ځمکني توت له کم غوړ لرونکو مستو سره وخوړل شي.کله چې له ډېرو ميوو څخه د ګټې اخستنې خبري کېږي، نو له مونږ سره په هغو کې د فرکتوز شتون له امل د وزن ډيریدو اندیښنه پیدا کېږي خو شنې مڼې، ناک، او د توتانو بېلابېل ډولونه د دې تر څنګ چې په ټېټه کچه قند لري د وزن کمیدو لامل کېږي

ابي توت

د انتوسیانینونو او يلیمرونو لرونکي دي. داسې چې د غې مېوې دیو ګیلاس څلورمه برخه بدن ته لس میلي ګرامه انتوسیانین رسوي. تر اوسه معلومه نه ده چې ولي فلاونوئیدونه دوزن کمیدو لامل کېږي خو د پوهانو ثابته کړې چې دمېوو ورځنی مصرف تاسو ته د مړښت احساس درکوي او له ډیر خوراک مو ساتي.

مرچ

په دې لیست کې د مرچ نوم په اوریدو مه حیرانه کېږي ځکه چې مرچ هم د مېوو یوه برخه ده چې د وزن په کمېدو کې تر ټول سالم رول لرلی شي. په مرچو کې شته کپسایسین د بدن سپینه وازګه په انرژي سوزونکې قهويي وازګې بدلوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …