کور پانه / ادب / روغتیا / هغه مېوه چې خوړل یې مغز قوي کوي

هغه مېوه چې خوړل یې مغز قوي کوي

د روغتیا په برخه کې ډيلي میل مجلې لیکلي، په مڼي کې داسې کیمیاوي مواد شتون لري چې مغز قوي کولی شي. همدا راز دآلزایمر ناروغۍ په کمولو کې هم مهم رول لري. که په ورځني ډول یوه مڼه وخوړل شي نو داکټر  ته به د تلو اړتیا پیدا نه کړئ.

د عصابو په برخه کې د المان څېړنیز مرکز څېړونکو په خپلو نویو څېړنو کې موندلې چې په دغه میوه کې شته کیمیاوي مواد کولي شي د مغز کارکولو ځواک قوي او  د الزایمر په ناروغۍ مو د اخته کیدو کچه کمه کړي.

د مڼې ترکیبونو ډېر غلظت په نوروژنز کې د عصبي حجرو رامنځته کیدو لامل کېږي. نورونونه ډېر تحریک منونکې حجرې دي او اطلاعات د الکتریکي زیګنالونو په مرسته د بدن نورو برخو ته رسوي، د زده کړې ځواک او حافظه مو هم تقویه کوي.

روغتیاپالان وایي، په مڼې کې طبیعي ترکیبونه مو له الزایمري ناروغیو ساتي او د عقل کمزورتیا کواښ کم وي. سربیره په دې یادو څېړنو ښودلې چې د  مڼو اوبو څښکلو په پرتله خپله د مڼې خوړل د مغز په تقویه کولو کې ډېر موثره ده.

د دي څیړني نتیجه په  «Stem Cell Report» مجله کې خپره شوې ده.

ژباړه: یونس

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که مو اولادونه نه کېږې حتما یې ولولئ

تازه ترسره شوې څېړنې ښایي چې رومیان یا سره بادنجان له هغه کسانو سره چې …