کور پانه / ادب / روغتیا / هغه عادتونه چې د مخ ښایست او نور اخلي

هغه عادتونه چې د مخ ښایست او نور اخلي

اوس وخت کې جذابیت تر ټولو مهم ټکی ګڼل کېږي، څېړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې په ژوند کې ډېرې کوچنۍ ټاکنې مو د جذابیت کمیدو لامل کېږي؛ ستاسو به ورته پام نه وي خو ستاسو د پوستکي پر کیفیت مستقیمه اغیزه لري.

د کاروان روغتیا په دې مطلب کې مو تاسو ته هغه مطالب په ډېر ساده او خلص ډول ذکر کړي چې کول یې ستاسو ښایست لمنځه وړي دغه موارد په لاندې ډول دي:

په کافي اندازه خوب نه کول

د هغو مطالعو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوې وي، که چېرته دوه شپې په کافي اندازه خوب ونه کړئ نو ظاهري جذابیت کې مو کمښت راځي، څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې داسې چې له خلکو یې انځورونه واخیستل وروسته یې ولیدل هغه کسان چې خوب یې ستونزه لري تر یو وخت وروسته یې ښایست کم شوی دی نو له همدې کبله توصیه کېږي چې هره شپه باید ۸ ساعته خوب وه شي.

د بورې ډېر مصرف

څېړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې د بورې ډېر مصرف مو له خپل اصلي سن څخه په کراتو ډېر زوړ ښایي

ډېر استرس

ژورخفګان یا استرس د دې لامل کېږي چې تاسو د ارام ژوند خاوندان نه شئ همدا راز په بدن کې مو د کورتیزول هورمون ترشح کېږي چې د پوستکي د زړښت لامل کېږي البته که چېرته د بدن تر ټولو غښتلی دفاعي سیستم هم ولرئ استرس یې له پښو غورځولی شي دا چاره مو په ځواني، ښایست او جذابیت منفي اغیزې کولای شي.

ډېره غوښه خوړل

په اروپا کې وروستیو مطالعو ښودلې چې هغه نارینه چې ترکاري خوري د نارینه توب جذابیت په کې ډېر لیدل کېږي چې دا مورد په ښځو کې هم ورته دی. نو له همدې کبله توصیه کېږي چې ډېره غوښه مه خورئ ځکه چې د وخت په تېرېدو مو د پوستکي ځواني اخلي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …