کور پانه / ادب / روغتیا / هغه خواړه چې په تش نس یې خوړل د معدې ناروغۍ پیدا کوي

هغه خواړه چې په تش نس یې خوړل د معدې ناروغۍ پیدا کوي


د انسان په بدن کې معده یو له هغه برخو څخه ده چې د بدن په سلامتیا کې تر ټولو اهم رول لري او ډېری ناروغۍ له همدې ځای څخه سرچینه اخلي نو ځکه معده د ناروغیو کور په توګه پېژندل کېږي. له دې کبله چې خپلې سلامتیا ته مو پاملرنه کړي وي باید د هغو خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړو چې معدې ته زیان رسوي. د کاروان روغتیا په دې برخه کې مو هغو خوړو ته اشاره کړې چې په تش نس یا خالي معدې ونه خوړل شي:

د مستو خوړل

لکه څنګه چې مستې د روغیتا لپاره ډېرې ګټورې ثابتې شوې همدا شان یې په تشه معدې خوړل ډېر زیانمنې پيژندل شوي دي، ځکه مستې په خپل ترکیب کې د ځېنې باکتریاوي لري چې معدې ته ستونزې جوړي نو اړینه بلل شوې چې په تشه معده د مستو له خوړلو څخه ډډه وشي.

رومي ( بادنجان رومي)

رومیان یو له هغه خوړو څخه دې چې خوړل یې ډېرې روغتیایي ګټې لري خو بر عکس په خالي معده یې خوړل بیا جدي ستونزې هم پیدا کولای شي. په رومیانو کې شته تیزابونه په تشه معدې بده اغیزه او معدې ته ستونزې پیدا کولای شي.

بوره

په تشه معده له حده ډېر خواږه شیان یا بوره خوړلو وروسته بدن نه شي کولای چې په کافي او ټاکل شوې کچې وېنه پوره کړي او له امله یې بدن کې بېلابېلې روغتیایي ستونزې پیدا کېږي نو لازمه ده چې په خالي معدې ډېر خواږه شیان ونه خوړل شي.

د کیلو خوړل

لکه څنګه چې پوهېږئ کیله یو له فوق العاده ګټورو مېوو څخه ګڼل کېږي خو په تشه معده یې خوړل د بدن توازن ګډوډیدو لامل کېږي ځکه چې په تشه معده د کیلې خوړل د مګنیزیم کچې لوړوالي لامل کېږي او د مګنیزیم لوړ والی په وینه کې کلسیم سره اړیکه لري.

سپایسي یا ډېر تراخه خواړه

هغه خواړه چې په پراخه کچه مرچ او مسالې لري د معدې تیزابیت ډېروي، دغه تېزیزابونه بیا په معدې کې د درد او سوخت رامنځ ته کیدو لامل کېږي.

هغه څښاکونه چې ګیس لري

پام به مو شوی وي چې په هېواد دننه ډاکټران ناروغانو ته تل د مشروباتو نه څښکلو توصیه کوي، ځکه چې په تشه معده د ګیس لرونکو څښاکونو څښکل په معده کې تېزابونه ډېروي، همدا راز په دغو څښاکونو کې شته صنعتي رنګونه او بویونه په معدې کې جدي ستونزې پیدا کوي نو باید ډېر په کلکه په تشې معدې د ګیس لرونکو څښاکونو له څښکلو څخه ډډه وشي.

سرکه لرونکي خواړه
د پورته ذکر شویو خوړو تر څنګ سرکه هم په خالې معده خوړل یې معدې ته ډېر زیان رسوي او له خوړلو څخه یې باید ډډه وشي.

خو په مقابل کې بیا روغتیا پوهان وایي، په تشه معده د تودو اوبو څښکل کولای شي ستاسو بدن له بې شمېره ناروغیو څخه وژغوري ان داسې ناروغۍ چې ستاسو باور هم نه پرې راځي. د دوی په وینا په نهاره د ګرمو اوبو څښکل کولای شي دا لاندې ناروغۍ چې مونږ تاسو ته د کاروان د روغتیا په برخه کې په لاندې ډول ذکر کړي سل په سلو کې درملنه وکړي.

د ستونې درد، د ستونې پړسوب، شدید سر درد، د وېنې فشار، د مفاصلو درد، فلج، د زړه شدید یا چټک زربان، غوړ، نری رنځ، د شیریانونو پړسوب او هر هغه ناروغي چې د ادرار سیستم پورې اړه ولري د اسیدونو ډیریدل او د معدې التهاب، د اشتها کمښت یا نشتوالی او هر هغه ناروغي چې سترګو، غږونو او حنجرې پورې اړه ولري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …