کور پانه / ادب / روغتیا / هغه خواړه چې د استرس او خفګان لامل کېږي

هغه خواړه چې د استرس او خفګان لامل کېږي

د میامي پوهنتون عامې سلامتیا خدمتونو سرپرستې داکتر میشل پرلمن په دې اړه وایي، د ډير قند لرونکو خوړو ډيره کارونه د وینې قند، انسولین او نورو هغه هورمونونو کې چې د مزاج او طبیت پورې اړه لري کې بدلو راولي.

دغه بدلونونه پر کورټیسول او  فشار پورې اړوند کټولوژیمونو  اغیز کوي لکه اپینفرین ، چې د ډير خوړولو لامل کېږي. کڅه هم ډير خوړل د ښه احساس کولو لامل کېږي خو اغیزې یې موقتي دي. دغه پورسه د غوړ او قند مصرفولو لامل کېږي چې په پایله کې یې د ډیرو خوړولو مدار په دوراني حرکت کې ساتي.

د پرلمن په وینا:

« خلک د ډيرو خوړو له خوړلو وروسته د ګناه احساس کوي چې دا په خپله د خفګان او استرس رامنځته کیدو لامل کېږي.»

زمونږ مغز په ډیرې اسانۍ د ځېنو درملو او کیمیاوي موادو سره ځان عیاروي او مونږ ته یې او بدن ورسره عادي کیږي. نو له دې امله د همدې خواراکې موادو لپاره د مشابه تاثیر لرونکو موادو خوړلو ته اړتیا پیدا کېږي. نوڅېړونکې وایي د دې دوراني حرکت رامنځته کیدو څخه مخنیوی د استرس لمنځه وړلو لپاره یوه غوره لاره کیدای شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …