کور پانه / عمومي مالومات / جالب / هغه خبرې چې تاسو دورغجن ښکاره کوي

هغه خبرې چې تاسو دورغجن ښکاره کوي

هغه کلمې او عبارتونه چې تاسو درواغجن او بې باوره کوي


د اوږدې مودې لپاره دروغ ویل ستاسو شخصي او کاري روابط لمنځه وړي ځکه که چېرې ستاسو په شاوخوا کې نږدې کسان پر تاسو وپوهېږي چې دروغ ورته وایاست نو پر تاسو به نور باور ونه کړي. پر دې بنسټ له دغه کلماتو چې مونږ د کاروان جالبو مطالبو په دې برخه کې ذکر کړي په پام کې ونیسئ کنه ستاسو په رښتیاوو به هم څوک باور ونه کړي.

۱- «رښتیا ویایم»

دروغجن خلک تل هڅه کوي چې د «رښتیا وایم» په عبارت خپل ځان اوریدونکو ته داسې وښایي چې پرې باور وکړي. تاسو هڅه وکړئ تر څو له دغو کلماتو څخه ځان وساتئ او هغه کسان چې ډېر دا کلمات تکراروي هم وروته پام مو وي چې غلط مو نه کړي.

۲- «تر هغه ځایه چې زه پوهېږم»

دغه اعبارت کولای شئ هغه وخت وکاروئ تر څو خپلې خبرې دقیقې وښایئ خو ممکن ستاسو مخاطب فکر وکړي چې خپلو ناسمو خبرو ته مو د تېښتې همدا لار په نظر کې نیولې ده.

۳- «باور وکړه»

دروغجن خلک تل دا اسرار کوي چې خلک یې په خبرو باور وکړي نو پر دې بنسټ هېڅ کله له دغه عبارت څخه په خپلو خبرو کې کار مه اخلئ.

۴- «تر هغه ځایه چې زما په یاد ده»
که له دغه عبارت څخه په خپلو خبرو کې کار اخلئ نو له خلکو دا تمه ولرئ چې ستاسو خبرې دروغ وګڼي.

۵- «زه هېڅ کله….»

«تا هغه پيسي غلا کړي؟»

«زه هېڅ کله هغه پېسې چې ما پورې اړه نه لري نه یې اخلم.»

په قاطعیت سره دا ځواب، ستاسو راتلونکي رفتار سره اړیکه لري نه هغه څه چې تاسو په تېر کې ترسره کړي وي او دا ځواب ښایي چې تاسو دروغ وایئ.

۶- «رښتیا داده چې ….»

ډېری خلک دا نه خوښوي چې دروغ و وایي، نو له همدې کبله داسې عبارتونه کاروي تر څو موضو بلې خواته یوسي.

۷- «ایا زما په خبره باور لرې؟»

دروغجن خلک ډېری وخت له خلکو دغه ډول پوښتنې کوي، خو هغه خلک چې رښتیا وايي بیا تل داسې فکر کوي چې خلک یې په خبرو باور کوي.

۸- لنډ او یوه کلیمه ځوابونه
هغه خلک چې دروغ وایي ډېری ځوابونه یې لنډ او یوازې یوه کلمه وي، ځکه هغو په جنجالونو کې له ښکیلتیا وېره لري.

۹- «که رښتیا ووایم»

داسې عبارتونه ستاسو د مخاطب په ذهن کې داسې تصور جوړه وي چې ګواکۍ تر اوسه مو ورته ټولې خبرې دورغ کړي دي.

۱۰ـ « څنګه کولای شئ پر ماشک وکړئ؟»

لکه څنګه چې په کاروان کې ورته اشاره شوي ډېری روغجن کسان چې تاسو یې د رسوا کولو هڅه وکړئ نو ځانته دفاعي وضیعت غوره کوي او به دېرې غوسې دغه اعبارت وایي، خو برعکس بیا هغه کسان چې رښتیا وایي هېڅ کله نه غوسه کېږي.

۱۱ـ د «زه» له کلمې څخه پرهېز کوي

دروغجن کسان ډېری وخت خپل ځان فاعل ښودلو څخه ډډه کوي او هڅه کوي موضوع د درېیم کس له قوله ووایي، د بېلګې په ډول وایي: « ګلدان مات شوی دی.» د دې پر ځای چې ووایي: « ما ګلدان مات کړی دی.»

د دروغجنو کسانو واضیح او کلي نښې:

هغه خلک چې دروغ وایي تل خپل سترګې مختلفو خواوو ته اړوي او تاسو ته په مستقیم ډول له کتلو ډډه کوي.

دروغجن کسان د خبرو کولو پر مهال د خولې یا مخ یوه برهغه پټوي.

دروغجن کسان هغه مهال چې ترې پوښتنه کوې نو خپل غوږ او دماغ په عصبي ډول ګروي.

دروغجن کسان پر خپلو خبرو حاکم نه وي او په خبرو کې ترې ډېرې غلطي کېږي.

دروجن کسان تل کلي خبرې کوي او جزئیاتو ته نه ننوځي.

دورغجن کسان تل مبهمې خبرې کوي.

دروغجن کسانو څخه کله چې د یوې موضوع په اړه پوښتنه وکړې نو د بحث موضوع بدلوي.

دورغجن کسان داسې ښایي چې ګواکې ستاسو غږ یې نه دی اوریدلی.

دورغجن حافظه نه لري او ممکن یوه خبره هر ځل په بېلابېلو بڼو ووایي.

دورغجن خلک معمولا ډېرې خبرې کوي.

د دروغجنو کسانو غږ معمولا د دروغ ویلو پر مهال له خپل طبیعي حد څخه په مراتبو لوړ وي.

دورغجن خلک په خپلو خبرو کې بې ځایه خندا ګانې کوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

دال او ګټې یې؛ د غنمو څلور برابره ویټامین او پروټین لري

دال هغه خوړنیز توکی (غذايي مواد) چې په ځینو هېوادونو لکه هند او پاکستان کې …