د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن اسټراليا او نیوزیلنډ وروستۍ یا پای لوبه ترسره کړي.
یاده لوبه نن یک شنبه د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه د افغانستان پر وخت ماښام ۶ بجې او ۳۰ دقیقي په دوبۍ نړیوال سټیډیوم کې ترسره کېږي.
اسټراليا پاکستان او نیوزیلنډ، انګلستان ته په نیمه پایلوبې کې ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه.
دغه لوبې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نیټه پیل شوې وې.