کور پانه / عمومي مالومات / جالب / نوې څېړنه: ښځې یو راز له ۳۴ ساعتونو ډېر نه شي ساتلی

نوې څېړنه: ښځې یو راز له ۳۴ ساعتونو ډېر نه شي ساتلی

يوه نوې انگرېزي نظرپوښتنه ښيي،چې مېرمنې د خپل خاوند، نورو همزولو او خپلوانو راز حد اکثر تر ٣٤ ساعتونو پورې ساتلى شي، او له دې ساعتونو وروسته نوره پکې خبره نه تکيه کېږي او اړه کېږي چې بل کس ته يې ووايي.

نو له دې سره به هغه خلک چې لا له وړاندې يې دعوى کولې چې ښځې راز نشي ساتلاى خوشاله وي .

د نظر پوښتنې ډلې د انگلستان په ځنځيري کافي  خونو گرځېدلې دي او په دې نظر پوښتنه کې يې د راز په اړه له ٤٠٠٠ مېرمنو څخه څېړنې کړې دي.

يانې مېرمنې تر ډېره کولاى شي تر ٣٤ ساعتونو پورې ستاسې راز وساتي، له هغه وروسته يې بيا بل کس ته وايي، خو يو په لسم برخه بيا داسې مېرمنې هم شته چې ٤٥ ساعته به راز درته ونه وايي!

په دې نظرپوښتنه کې جوته شوې ده، حتى هغه ښځې چې تاسې ته لوړه هم وکړي چې راز به مو چا ته نه وايي، خو له يو څو ساعتونو وروسته مو هغه قول هېروي او راز مو افشا کوي.

البته هېره دې نه وي چې د کولتوري ارزښتونو په نظر کې نيولو سره  دا څېړنې په لوېديځو هېوادونو کې شوې او دا سل په سله په افغانستان او سيمه کې د تائيد او يو ډول والي وړ نه دي.

د څېړنو له مخې هره مېرمن په منځني ډول په هرو يو څلوېښت دقيقو کې يوه شايعه خپروي.

زياتره هغه  رازونه چې دوى يې پاش کوي، په دې ډول دي:

(د کار په اړه ٥٧ سلنه) ، ( د دوستانو د غوسې په اړه ٥٥ سلنه) د دوستانود خصوصي ژوند په اړه( ٥٤ سلنه) او د همکارانو په اړه ٥٠ سلنه دي.

د يوې بلې پخوانۍ څېړنې پايلې چې په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې په ٣٠٠٠ مېرمنوچې عمرونه يې د ١٨ او ٦٥ کلني تر منځ وې  تر سره شوې وې، هغه وخت د ښځو د راز نه ويلو موده حد اکثر ٤٧ ساعته وه.دا څېړنې ښيي چې د تېر يوه کال په بهير کې د ښځو رازداري ١٣ سلنه کموالى کړى دى.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …