کور پانه / خبرونه / نن ای پي اېل سیالیو کې سنرایزر د پنجاب پر وړاندې لوبېږي

نن ای پي اېل سیالیو کې سنرایزر د پنجاب پر وړاندې لوبېږي

د هندستان د کرکټ غوره لیګ (اي‌پي‌اېل) سیالیو په لړ کې نن ماښام سنرایزر حیدراباد او کېنګز الیون پنجاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

دا لوبه  نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږ بجې او ۳۰ دقېقې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

یادو دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړې شته دي، حیدر اباد لوبډلې لپاره محمد نبي عیسی خیل او راشد خان لوبېږي او پنجاب لوبډلې لپاره مجیب الرحمن.

خو د پنجاب لوبډلې په خپلو تېرو پنځو سیالیو کې مجیب الرحمن ته د لوبېدو چانس نه دی ورکړی. چې د یادې  لوبډلې له پرله پسې ماتو وروسته د کرکټ ډېری مبصرینو د مجیب الرحمن نه لوبولو له کبله په پنجاب لوډلې نېوکې وکړې او د یادې لوبډلې مدیریت یې ناکام وبله.

د دغې لوبډلې کپتان کېل راهول هم تېره ورځ په یوې مرکې کې ویلي و، تر هغې چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ونه لوبوي لوبې نه شي ګټلای او له همداسې ماتو سره به مخ وي.

نو د نن ورځې په لوبه کې ډېر امکان شتون لري چې دغه افغان سوکه توپ اچونکې مجیب الرحمن د حیدر اباد لوبډلې پر وړاندې ولوبوي.

پنجاب لوبډلې تر دې مهاله د ای پي ال روانو سیالیو په لړ کې پنځه لوبې ترسره کړې چې یوازې یوه یې ګټلې، څلور نورې یې بایللي دي او د نمرو په جدول کې وروستۍ ځای لري.

بل خوا بیا حیدر اباد لوبډلې تر دې مهاله پنځه لوبې ترسره کړې دوه یې ګټلي، درې یې بایللي او د نمرو په جدول کې شپږم ځای لري

. وياند

دا هم ولولئ

ای پي ال: راجستان د ۷ ویکټو په توپیر چینای ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د راجستان رویلز …