کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / نبي یو ځل بیا شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو

نبي یو ځل بیا شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی الراونډر شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الرونډر محمد نبي عیسی خیل یو ځل بیا په نړیوالو شل اوریزه  لوبو کې د نړۍ په کچه لومړي درجه الرونډر شو.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي نن د نړیوالو شل اوریزو لوبو الرونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړه چې محمد نبي عیسی په کې خیل لومړی او د بنګله دیش الرونډر لوبغاړي شکیب الحسن دویم ځای خپل کړی دی.

په همدې ترتېب په یاده درجه بندۍ کې سریلانکایي لوبغاړي ریچارډ  دریم،عمان لوبغاړی خاور څلورم، د عربي اماراتو لوبغاړی روښان مصطفی پنځم، استرالیایي لوبغاړو ګلین میکسویل شپږم، ‎میچل مارش اووم، عمان لوبغاړی ذیشان مقصود اتم، ‎د زمبابوې لوبغاړو سین ویلیمسن او ریان برل په ترتیب سره په نهم او لسم مقام کې ځای لري.

محمد نبي عیسی خيل تر دې وړاندې هم په لومړي مقام کې و، د دې ترڅنګ افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د یو ورځنیو لوبو الرونډرانو کې  دویم ځای لري.

محمدنبي عیسی خېل تر څنګ راشد خان او مجیب الرحمن د ملي لوبډلې هغه تکړه لوبغاړي دي چې د توپ اچونې په نړیواله درجه بندۍ کې ښه مقامونه لري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

کرکټ: افغانستان قطر ته د ۳۵ منډو په توپېر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، نن د افغانستان ایلیون او قطر لوبډلو ترمنځ د نړیوال …