کور پانه / خبرونه / نبي په IPL کې نوی ریکارډ جوړ کړ

نبي په IPL کې نوی ریکارډ جوړ کړ


تېره شپه د هند غوره لېګ یا ای پي اېل روان پړاو لوبو کې سنرایزر حیدر اباد د ممبي انډینز پر وړاندې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه چې محمد نبي په کې نوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

یاده لوبه چې ممبۍ ایندېنز د ۴۲ منډو په توپير له سنرایزر حیدر اباد څخه وګټله محمد نبي عیسی خیل په کې پنځه کیچونه ونیول او د ای پي ایل په تاریخ کې لومړنۍ لوبغاړی شو چې په یو اینینګز کې یې تر ټولو ډېر کیچونه نیولي.

دغې لوبې کې ممبۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو سوځیدو سرره ۲۳۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۶ مندو هدف وټاکه.

خو سنرایزر لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او د ۴۲ منډو په توپېر یې لوبه وبایلله او له ۳ ګټو او ۱۱ ماتو سره یې دې پړاو کې خپل سفر ته د پای ټکی کېښوده.

سنرایزر حیدراباد لوبډلې ځکه ډېر افغان مینه وال لرل چې درې افغان لوبغاړي راشد خان محمد نبي او مجیب الرحمن په کې لوبیدل.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …