د افغانستان کرکټ ستوري محمد نبي خیریه بنسټ داځل د لغمان په مرکز کې له ۶۰ بېوزله کورنیو سره مرستې کړي دي.
د یاد بنسټ د مرستو لړۍ د روژې مبارکې میاشتې له پیل څخه پیل شوي او تردې وړاندې یې د کابل په بېلابېلو برخو کې هم له بېوزلو کورنیو سره مرستې کړي دي.
محمد نبي چې په دې اړه یې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وايي، دې د خیر چاره کې باید نور هم ورته لاس ورکړي ځکه چې همدايي وخت دی.
باید ووایو چې روان بد اقتصادي وضیعت او د نرخونو لوړوالي ډېری هېواد وال له بد حالت او ولږې سره مخ کړي دي.