کور پانه / لوبې / مجیب راتلونکي پړاو IPL سیالیو ته سنرایزر لوبډلې واخیسته

مجیب راتلونکي پړاو IPL سیالیو ته سنرایزر لوبډلې واخیسته

د هند غوره لېګ څوارلسم پړاو سیالیو ته په بولي کې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې دریم افغان لوبغاړی مجیب الرحمن هم واخیسته.

مجیب الرحمن د یادې بولۍ په لومړني رونډ کې د هېڅ یوې لوبډلې له لوري وانه خیستل شو خو په دویم رونډ کې سنرایزر لوبډلې په ۱.۵۰ کروړه هندۍ روپۍ واخیسته.

دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم له سنرایزر حیدر اباد لوبډلې سره لوبېږي او په یاده لوبډله کې دا دریم افغان لوبغاړی شو.

مجیب تر دې وړاندې له کینګز الیون پنجاب یا اوسني پنجاب کینګز لوبډلې سره وو خو یادې لوبډلې دې پړاو سیالیو ته مجیب له لوبډلې بهر کړ.

د مجیب الرحمن تر څنګ قیس احمد هم په لومړني رونډ کې بولۍ ته وړاندې شو خو کومې لوبډلې وانخیسته.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

سیډنې سیکسرز د بیګ باش لسم پړاو اتلولي وګټله

سیډني سیکسرز لوبډلې د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش په پایلوبه کې پیرت …