کور پانه / ادب / روغتیا / مالټه او سنتره؛ د وېنې پاکولو ترڅنګ په لسګونه نورې ګټې هم لري

مالټه او سنتره؛ د وېنې پاکولو ترڅنګ په لسګونه نورې ګټې هم لري

مالټه او سنتره د خاصیت له پلوه لمده یخه ده. وینه پاکوي، معدې، کولمو، ینې او توري ته قوت وربښي. د بدهضمۍ، تبې، او ژېړي مخه نیسي.

 تنده او د وینې جوش له مېنځه وړي: اې، بي، سي او ډي څلور ویټامینونه لري. که څه هم اې، بي او ډي ویټامینونه په کمه کچه لري خو د سي ویټامین په کې په بشپړ ډول شته.

له همدې امله د غاښونو او ورېیو د ناروغیو لکه پایوریا او نورو ته  د درمل په څېر کار کوي، له نویو څېړنو څخه په ډاګه شوې چې پروټین، غوړ په سلو کې ۰،۰۵٪، پولاد، کلسېم او فاسفورس هم لري. له همدې امله مالټې او سنترې د انساني ودې او نشونما لپاره ډېره ګټوره مېوه ده.

د یونانیانو طبیبانو په وینا مالټې او سنترې په درنو خوړو پسې خوړل ګټور دي. خو د ټوخي، نزلې او زکام پر مهال باید ډډه ترې وشي ځکه چې دغه مهال يې له ګټې څخه زیان زیات وي. او همدا رنګې د سوړ طبیعتو لپاره تاواني دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

که مو اولادونه نه کېږې حتما یې ولولئ

تازه ترسره شوې څېړنې ښایي چې رومیان یا سره بادنجان له هغه کسانو سره چې …