کور پانه / ادب / روغتیا / ماشومان ولې پر کرونا ویروس نه اخته کیږي؟

ماشومان ولې پر کرونا ویروس نه اخته کیږي؟

د ساري ناروغیو یو پوه مسعود مرادني وایي، دا چې تراوسه له لسو کلونو کم عمره ماشومان په کرونا ویروس نه دي اخته شوي حیرانونکې ده.

هغه په دې اړه وویل:

“تر اوسه هیڅ څوک په دې نه پوهیږي چې ولې ماشومانو ته کرونا ویروس نه انتقالیږي. خو باورونه په دې دي چې کیدای شي ماشومان په کرونا ویروس پرته له علایمو اخته شوي وي او نورو ته د لیږد لامل هم شي البته دغه خبره له ډیرو مطالعو وروسته شوې ده.”

د دې تر څنګ هغو خلکو په اړه چې په دغه ویروس یې د اخته کیدو امکان ډیر دی داسې وویل:

“د شکر، سرطان، د زړه ناروغیو لرونکي، ډير عمر لرونکي کسان او امیندوارې میرمنې هغه کسان دي چې په دغه ویروس یې د اخته کیدو امکان ډیر ده.”

د ساري ناروغیو دغه متخصص د کرونا ویروس اغیز په سږو داسې بیان کړئ:

کرونا ویروس تنفسي سیستم تر اغیز لاندې راولي او کولای شي زکام په څېر علایم ولري او د دغې ناروغۍ په پرمختګ سره کولای شي سږو ته ځان ورسوي او د سینه‌وبغل او پنوموني له تبې، لرزې، بلغم….. سره لامل شي چې د انټي‌بیوټیکو درملو په مرسته یې درملنه کیدای شي له بلې خوا ممکن چې سینه‌و بغل یې شدید شي او تنفسي ستونزې رامنځته کړي چې آی‌سي‌یو ته ناروغ لیږدولی شي او له هغه څخه لا شدید حالت کې ناروغ ته د مصنوعي تنفس دستګا کارولو اړتیا هم رامنځته کیږي.

هغه د کرونا ویروس په انتقال کې د الوتونکو انفولانزا H5N1 ونډې په اړه د پوښتنې په اړه وویل، دغه ډول انفولانزا په الوتونکو پورې ځانګړې شوې ده چې خوشبختانه له الوتونکو څخه یې انسانانو ته انتقال ډیر په ندرت ترسره کیږي. البته د الوتونکو انفولانزا H5N1 ځیني وخت کولای شي ۳۰ سلنه د مړینې لامل شي.

مرداني همدا راز په دغه ویروس د احتمالي اخته شویو ناروغانو ساتنې په اړه وویل:

له منفي فشار سره په ایزوله یا هپوفیلتر خونو کې د ناروغانو ساتنه د دې لامل کیږي چې ناروغ له خونې څخه ویروس بیرون ته انتقال نه شي.

. وياند

دا هم ولولئ

د سترګو لاندې د تورو حلقو کورنى درملنه

د سترګو شا او خوا د تورو کرښو رامینځته کیدل ډیر دلایل لري چې لامل …