لیمو که تریو یا خوږ وي د ډېرو خواصو لرونکي دي، کله چې مونږ د لېمو په اړه غږیږو نو هغه لومړنۍ ګټه او خواص مو چې د لېمو په اړه ذهن ته راځي په هغه کې د ویټامین سي شتون دی.
لېمو نه یوازې دا چې د بدن ایمني سیستم غښتلی او د نارغیو درملنه کوي بلکې د ویټامین سي، کلسیم، فولاد، اوسپنې، منیزیم، فسفر، پتاسیم. پروټئین، کاربوهایدرایت او د بي ویټامین بېلابېل ډولونو په لرلو سره د پوستکي تازه والي او سپېنوالي لامل کېږي.
د لېمو او بادرنګ اوبه
که د پوستګي پاکیدو او له ځوړندوالي یې د خلاصون په لټه کې یې نو که یو ځل هم وي باید د لېمو او بادرنګ له ترکیب څخه ګټه واخلئ. بادرنګ د لېمو تر څنګ د انټي اکسیدان او مکروب ضد خاصیت لرلو سره د پوستکي په روښانه ډېر اغېزمن دی.
لېمو او زنجبیل
د لېمو او زنجفیل ترکیب د درد یو غوره ارامونکی دی، د زنجبیل چې د درد ضد خاصیت او لېمو چې ویټامین سي لري ګډ شربت کولای شي ستاسو درونه کم او ارام کړي.
لېمو او نعناع
ښایي ټولو ته د حبوباتو له خوړو وروسته په ګېډې کې د درد احساس پیدا شوی وي. حبوبات د هغو خوړو له ډلې څخه دي چې ژر نه هضمېږي له همدې امله د ګېډې درد لامل کېږي. نو له دې ډول خوړو وروسته کولای شئ د لېمو او نعناع له ترکیب څخه ګټه واخلئ. نعناع د ژر هضم لامل کېږي.