کور پانه / ادب / روغتیا / له کم خونۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

له کم خونۍ سره څنګه مبارزه وکړو؟

د وېنې کمښت له علتونو څخه کولای شو د تغذیه یې کمښت، جینیتیکي ستونزو، مزمنو ناروغیو او یا هم له د درملیزو مسمومیتونو څخه یادونه وکړو. خو ډیری کم خونیاني بیا په بدن کې د اوسپنې کمښت څخه په ښځو او ماشومانو کې د بلاربیدو په وخت کې رامنځته کیږي.

د کم خونۍ نښې

د کم خونۍ سترې نښې د ستړیا او ضعفي احساس کول، درنګ الوتل یا ژیړیدل، د زړه ضربان نامنظم کیدل، نفس تنګي، د سر په برخه کې د سپک والي احساس کول یا خفیفه سر ګنګسي، اعصبي ستونزې، بی‌حسي او د اندامونو کرختي ، سردرد… دي.

د کم خونۍ لپاره کوم خواړه موثره دي؟

د ځینو خوراکي توکو کارول کولای شي په بدن کې د اوسپنې جذبیدو لامل شي. چې تر ټول ښه یې ویټامین C دي چې په ښه ډول کولای شي په بدن کې د اوسپنې جذب ډیر کړي. هغه خواړه چې په کافي اندازه ویټامین C لري کینو، انګور، رومي، شنه مرچ او لیمو دي همدا راز باید د اسپنې له ګولیو خوړلو او د کلسیم لرونو کو لبنیاتو وروسته تر یو یا دوه ساعتونو پورې چای یا قهوه ونه څښکو. د دې ترڅنګ د ځینو انټي‌اسید درملو او E مصرفول په بدن کې د اوسپنې جذب پروسه کموي.

د اوسپنو لرونکو خوړو خوړل کولای شي په یوه نیمه میاشت کې بیرته ترلاسه کیدلای شي. د ځیګر او غوښې په څیر خواړه په خپل ځان کې په کافي اندازه اوسپنه لري. له حیواني منابعو څخه لاسته راغلي اوسپنه په بدن کې په اسانۍ سره جذبیږي.همدا راز د هګۍ ژیړ، لوبیا، پاڼه لرونکي سابه لکه پالک او ګشنیز هم ډیره اوسپنه لري.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …