کور پانه / ادب / روغتیا / له ډېپریشن څخه د خلاصون اسانه لار ومندل شوه

له ډېپریشن څخه د خلاصون اسانه لار ومندل شوه

کېله له فايبر سره په ترکيب کې درې ډوله طبيعي شکره- سکروز، فرکتوز او ګلوکوز- لري، چې د انرژي پياوړې زېرمه جوړوي. څېړنو ثابته کړې، چې يوازې دوې کېلې کولای شي د يو نيم ساعت شاقه کار لپاره بشپړه انرژي چمتو کړي.

خو انرژي د کېلې يوازنۍ ګټه نه ده، بلکې کېله د ډېپرېشن پر وړاندې يوه غوره مېوه ګڼل کېږي.

د يوې نوې څېړنې له مخې هغه خلک چې ډېپرېشن لري، د کېلې تر خوراک وروسته د ښېګڼې احساس کوي او دا ځکه چې کېله ټرېپټوفان لري او دا پروټيڼ په وجود کې په سېروتونين بدلېږي او سېروتونين د رواني فشار د لرې کولو او خوشالۍ په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

کېله همداراز ويټامين ب ۶ لري، چې دا ويتاميڼ د وينې ګلوکوز تنظيموي او دا بيا د موډ يا رواني حالت په ښېګڼه کې خپل اغېز لري.

کېله د اوسپنې له اړخه هم ډېره غني ده، چې اوسپنه په وينه کې هېموګلوبين جوړوي او د انېميا يا د وينې د کموالي مخه نيسي.

همدارنګه کېله د پوټاشيم لوړه کچه او لږه مالګه لري او له همدې امله کولای شي، دوينې لوړ فشار کښته کړي او د حملې مخه ونيسي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …