کور پانه / ادب / روغتیا / له واده وروسته ولې ښځې وزن اخلي؟

له واده وروسته ولې ښځې وزن اخلي؟

له واده وروسته د دې ترڅنګ چې د ژوند په سبک کې بدلون راځي په ښځو کې د بیالوژیکي بدلونونو لامل هم کيږي چې یوه ښه بیلګه یې د وزن ډیریدل دي چې لاندې به یې په دلیلونو وغږیږو.

هورموني بدلونونه

کله چې یوه ښځه ګډ ژوند پیلوي په بدن کې یې ډیر هورموني بدلونونه رامنځته کېږي چې د اشتها ډیروالي او د چاقۍ لامل کیږي.

د خوب کموالی

له واده سره د خوب په وخت کې بدلون راځي چې ډیری ښځې د بی خوبي له ستونزې سره مخ کیږي چې د خوب کموالی د وزن ډیریدو یو لوۍ لامل ګڼل کیږي

روحي او جسمي بدلونونه

د تغذیي کارپوهان او ډاکتران وایي ښځې له واده ورسته په یوه نوې فزیکي او عاطفي اړیکه کې رانغښتل کیږي نو پر دې بنسټ د هغوی په جسم او ذهن کې بېلابېلو بدلونونو رامنځته کیږي. دغه نوي رامنځته شوي شرایط د هغو بدلونونو مسؤول دي چې مونږ یې د بدن غوړ انګیرو.

سن

عمره هم له واده وروسته د وزن په اخستلو کې ونډه لري هغه انجونې چې له ۲۸ او ۳۰ کلنی وروسته ودونه کوي مطالعي ښایی چې له یاد سن وروسته بدن کې موادو ذخیزه او هضم په موده کې کموالی راځي چې دا عمل د وزن په ډیروالي کې ستره ونډه لري.

حامله ګي

ډیری وکړي له واده یو یا دوه کاله وروسته د ماشوم څښتنان کیږي. مور کیدل د ښځو په بدن کې د ډيرو فزیکي بدلونونو لامل کیږي. ماشوم خپله د مور ژوند په کردارونو کې بدلونونه راولي چې دا په طبیعي ډول د بدن وزن په ډیریدو کې ونډه لري.

استرس

له واده ورسته چې د ژوند کولو لپاره کوم نوي فضا رامنځته کیږي د ښځو لپاره دې فضا کې د ژوند کولو لپاره ځان برابرول یو ستونزمن کار ده. استرس چې ښځو ته په نوې فضا کې د ژوند کولو له امله پیدا کېږي د خوړو لپاره اشتها ډیروي چې داهم د وزن په طبیعي ډول ډیروالي مهم رول لري.

د حامله ګي ضد درملو کارول

د حامله‌ګۍ څخه د مخنیوي لپاره د هورموني درملو کارول هم د وزن په ډیرولو کې بې تاثیره نه دي که څه هم دا ډول د وزن ډیریدل دمره د اندیښنئ وړ خبره نه ده خو د هغوی په کارولو سره د دوو څخه تر دری کیلو وزن ډیروي.

د هوساینې احساس کول

په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوې څېړنې ښایي چې له واده وروسته چې ښځې د خاوتد تر څنګ د امن احساس کوي نو په لوړ احتمال سره د هغوی وزن ډیروي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …