کور پانه / ادب / له لټۍ څخه د خلاصون لاره

له لټۍ څخه د خلاصون لاره

لټي د هغه ماشوم کیسې ته ورته ده چې وايي کله لوۍ شوم، دا کار او هغه کار به ترسره کوم او خوشحاله ژوند به ولرم. چې لوۍ شي بیا وایی پوهنتون چې خلاص کړم خوشبختی به پېل شي. له پوهنتون چې فارغ شي بیا وایي همدا چې کار پیدا کړم نور مې نو غم نشته، کله چې کار پیدا کړي، بیا وایي خوشبختي مې له واده سره پوره کیږي. له واده وروسته وایي چې اولادونه مې زده کړې وکړي هر څه به سم شي.کله چې یې بچیان زده کړې بشپړې کړي بیا وايې له تقاعد سره به مې خوښي بشپړې شي. تر تقاعد وروسته څه ترلاسه کوي؟ سترګې چې پرانېزي ګوري چې عمر یې ټول په هیلو کې تېر شوی دی.

ځیني خلک هڅه کوي خپله لټي تر الفاظو لاندې پټه کړي، دوی وايي: «د تحلیل په حالت کې یم.» جالبه دا ده چې شپږ میاشتې وروسته بیا هم دوی د تحلیل په حالت کې وي.

دوی نه دي خبر چې د تحلیل د فلج پر ناروغۍ اخته دي او دوی به هیڅکله هم بریالي نه شي.

یوه ډله نور بیا په دې پلمه چې «دغه یم تیاریږم» لټي کوي. که یوه میاشت وروسته یې هم پوښتنه وکړې دوی به لاهم تیارېږي.شپږ میاستې وروسته هم د تیارېدو په حال کې وي. هغوی نه دي خبر چې د پلمې لټونې په ناروغۍ اخته دي او تل د خپلو کارونو د نه ترسره کولو لپاره پلمې جوړوي.

ژوند د تمرین جامې نه دي. زما لپاره دا مهمه نه ده چې ته پر کومه فلسفه باور لرې، زه یوازې دومره پوهیږم چې موږ په دې لوبه کې یوازې یو غشی لرو چې هغه هم د ژوند دی. هدف ډیر لوړ دی او دغه هدف راتلونکي نسلونه دي.

څه وخت دی او موږ چیرته یو؟ ځواب څرګند دی، اوس او همدلته یو. راخۍ چې له اوس نه پوره ګته پورته کړو. له اوس نه د ښې ګټې بورته کولو موخه هېڅکله دا نه ده چې د راتلونکي لپاره د پلان جوړولو ته اړتیا نشته. که موږ له حال څخه سمه ګټه پورته کړو، په اوتومات ډول به مو د ښه راتلونکي لپاره کار کړی وي.

که غواړو چې د فکر بڼه مو مثبته وي، باید د «همدا اوس یې ترسره کوم » عبارت زده او د لټۍ عادت هېر کړو.

د ژوند تر تولو خواشینونکي عبارتونه:

ممکن و

باید تر سره کړی مې وای

کولی مې شو

که لږ نور فرصت هم راکړل شوی وای

بنجامین فرانکلین وایي «هغه کار چې نن یې تر سره کولای شي، هېڅکله یې سبا ته مه پریږده.»

زه ډاډه یم چې ټول بریالي کسان په یو ډول لټۍ ته لېوالتیا لري.خو دوی دهغې شاوخواته نه کرځي. کله چې یو کس وایي: « په همدې ورځو کې یې ترسره کوم.» ډاډه شئ چې موخه یې هېڅ ورځ هم نه ده، یعنې نه یې تر سره کوي

یوه ډله خلک دې ته په تمه دي چې د کار ټول شرایط ورته برابر شې او وروسته یې د ترسره کولو لپاره له کوره ووځي. ډاډه اوسئ چې دغه کار هېڅکله هم نه کېږي او هغوی وړاندې له دې چې کار پیل کړي ناکامیږي او دا ډیره دردونکې ده. راځئ چې لټۍ ته د پای ټکی کېږدو، اوس نو د دې وخت دی چې دچارو له ځنډولو دډه وکړو.

یادونه: یاد مطلب له «ته ګټونکی یې» له کتاب څخه اخستل شوی.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د ماشومانو په روزنه کې لس اغیزناک او اړین ټکي

ماشومان مو د کور تنکي ګلان دي، چې د کور د نورو غړو پاملرنې او …