کور پانه / عمومي مالومات / له دغه ۷ ډوله سړیانو سره واده کول خطرناک دي

له دغه ۷ ډوله سړیانو سره واده کول خطرناک دي

په دې ورستیو کې د پنسیلوانیا پوهنتون د ودونو لارښود انسټیټویټ سرپرست ډاکټر ګینورډ ادامز د « څنګه خپل د ژوند ملګری وټاکو» تر عنوان لاندې کتاب خپور کړی او په هغه کې یې د ودونو په اړه جالب مطالب لیکلي دي. په دې کتاب کې ډاکټر ادامز هغه انجونو ته چې د واده کولو اراده لري لارښونه کړې تر څو له دغه اووه ډوله نارینه وو سره چې دهغه له نظره خطرناکه دي هېڅ وخت واده ونه کړي :

لومړی ډول: خودخواه او افراطي متعصب

دغه ډول سړی کولای شي خپلې مېرمنې ته څلور ډوله لویې ستونزې جوړې کړي؛ د تل لپاره عقیدوي اختلافات، دوامداره شخړې، عصاب‌خرابي کول او په سختۍ سره ګډ ژوند تېرول.

دوېیم ډول: عصاب خرابی کس

دغه ډول سړه په حقیقت کې د هغه سړیانو له ډلې څخه دی چې ډاکټر ادامز د انجونو خبرې کول هم ورسره خطرناک بللي. داسي خلک له خپلو میرمنو سره په ډېرو وړو وړو خبرو هم جنجال کوي او د خپل بدبختې  میرمن او بې ګناه اولادنو لپاره د ژوند خوند تریخوي.

 درېیم ډول: په مالي برخه کې سختګیره یا په عامه اصطلاح کنجوس میړه

هغه مېړه چې په مالي برخه کې بې له حده کنجوسي کوي او په  دې برخه کې له وړو وړو شیانو نه تېرېږي په درد نه خوري. البته موخه دا نه ده چې ښځه دې پرته له اجازې هرڅومره یې چې زړه وغواړي مصرف یې کړي، ادامز وایي ډېری وخت په کورنیو کې چې لانجې پیدا کېږي د پیسو پر سر وي حال دا چې باید دا کار ونه شي، هغه مور او پلار چې پیسو ته اهمیت ورکوي د اولادونو تربیې په قصه کې نه وي.

څلورم ډول: هغه سړی چې په اسانۍ دورغ وایي

هغه مېړونه چې د خپلو موخو ته رسېدو لپاره واړه دورغ وایي او یا هم د مسخرو لپاره خپلو مېرمنو ته دروغ وایي، بلاخره یوه ورځ به یې سر تر محکمې رسېږي، د دې ترڅنګ چې دغه ډله خلک دورغ وایي خپلې کړې وعدې هم هېروي ځکه وایي، درواغ‌جن حافظه نه لري چې دا په خپله دې زړه بد والي او جنجالونو لامل کېدای شي.

پنځم ډول: هغوی چې د فشار په وخت کې میدان پرېږدي

پنځمه ډله هغه سړیان دي چې د ستونزو او فشارونو به وخت کې ځان شاته کوي او تښتي، او د دې پرځای چې راغلو ستونزو ته د حل لاره پیدا او مبارزه ورسره وکړي، تېښتې ته غوره والی ورکوي. نو دغه ډول خلک مالومداره ده چې خپلو مېرمونو ته یوه خه تکیه‌ګاه نه شي جوړېدلای.

شپږم ډول: بې نظمه، بې ادبه او بې نزاکته سړیان

له نامنظمه، بې ادبه او بې نزاکته سړیانو سره واده کول هم ناسم دي، که دغه بې نظمي په لباسونو، په خوړو، وخت او یا بل هر شي کې وي تاسو له ژونده زړه تورن کوي.

اووم ډول: په خپلو خپلوانو پورې تړلی کس!

هغه کس چې یوازې له خپلو خپلوانو او قوم پورې تعلق ساتي نو د ګډ ژوند لپاره د داسو اشخاصو ټاکل هم مناسب کار نه دی. ځکه دا ډول خلک تاسو سره تعلق نه شي پیدا کولای او تل له هغوی سره وي او هغوی ورته له هر څه مهم وي، نو تاسو ته به د پاملرنې وخت نه شي پیدا کولای، دوی به کله تاسو سره خبرې وکړي؟

. وياند

دا هم ولولئ

يوې ۱۴ کلنه انجلۍ چې له شپږ مارانو سره ژوند کوي

د انډونیزیا هېواد يوې څوارلس کلنې جینۍ چې د يو مارانو یعني پايتونز د ساتلو …