کور پانه / ادب / روغتیا / غاښونه او د ساتنې طریقه یې

غاښونه او د ساتنې طریقه یې

غاښونه د لوی خدای (ج) هغه لوړه بيه لورېينه ده چې هيڅ ساری نه لري هغه ځکه چې د ګردې نړۍ د ښو، ښکليو، خوندورو او ګټورو خوړو له ګټې څخه د همدغو غاښونو په مرسته برخمن يو. يا په بله وينا د همدغو غاښونو په مرسته کولای شو چې د نړۍ له هر ډول خوړو څخه خوند او ګټه واخلو.

که غاښونه مو زيانمن، چينجن او ناولي وي او يا مو ور څخه لاس وينځلي وي نو بيا د نړۍ له هر ډول خوړو څخه د ګټې پر ځای بې له زيان څخه نورڅه نه مومو.

تاسو ته  غوره معلومه ده چې د خوړو د هضمېدا لپاره په بدن کې دوه ژرندې شتون لري، چې يوه په خوله او بله په نس کې د خولې په ژرنده کې غاښونه د ژرندې د پلوه دنده پر غاړه لري. خوړه ميده کوي او د لاړو غدې خپل لوندوالی او رطوبت د هغوی ( د خوړو) د نرموالي لپاره ورسره يو ځای کوي او معدې ته ځي، او د خولې د ژرندې په څېر خو څو واره زيات ميده کوي او کولمو ته يې لېږدوي.

لنډه دا چې دغه واړه چارې هغه مهال پر زړه پورې او ګټورې وي چې غاښونه مو کلک، بشپړ سالم او پاک وي وانګېرئ! که غاښونه مو ناولي او خيرن وي، آيا هغه جراثيم چې لري يې له خوړو سره به يو ځای زموږ نس ته لاړ نه شي او په ډول، ډول ناروغيو به اخته نه شو؟ او يا به د نيمګړو او ماتو ګوډو غاښونو په مرسته نيم ژوولي خواړه زموږ هاضمه خرابه نه کړي؟

هو! هرو مرو همداسې شوني دي. خو ددې لپاره چې دغه هر څه ته مو پام وي، بايد خپلو غاښونو ته ډېره پاملرنه وکړو پاک يې و ساتو، او له زيانمنېدا څخه يې وژغورو. خودا هله کېدای شي چې له خوراک وروسته غاښونه ووينځو، پر يوه وخت يخ او تاوده خواړه او يا نور  شيان و نه خورو، خواږه (شريني) ډېره ونه کاروو، له پان او نسوارو څخه ډېر کار وانخلو.

په تودو خوړو پسې سملاسي يخې اوبه يا يخ خوړل او په  يخو شيانو پسې ګرم خواړه خوړل او د پان اونسوارو کارول د غاښونو ولۍ کمزورې کوي، له غاښونو څخه هغه سپينه ماده ځي. کله چې سپينوالي له منځه لاړشي نه يوازې دا چې د غاښونو ښکلا مو له مېنځه ځي لا چې د غاښونو هغه ځواکمني ( مقامت) چې د يخو او تودو خوړو پر وړاندې يې لري هم له مېنځه ځي. يانې د خوړو د يخوالي يا تودوالي له امله پيدا کېږي. همدا راز که په غاښونو سره  کلک شیونه لکه زړي، غوزان، کلک کورت او داسې نور ماتوو نو غاښونه مو چاودېږي، دردېږي او په ورېيو کې ټپ پيدا کېږي. او که د غاښونو د پاکوالي غم مو و نه خوړ نو خو له به مو بوی کوي، غاښونه او معده مو هم خرابېږي.

بايده دي چې له خوړو خوړلو وروسته خوله  کنګال کړو پينځه وخته مسواک يا برش وکاروو،  او که شونې وي د ويدېدو پر مهال ليسټرين يا هايډروجن پيراکسيايېډ په خوله کې غرغړه کړو چې له امله يې زموږ د غاښون جراثيم مري.

که همدغه وړو، وړو خبرو ته پاملرنه وکړو تر ډېره وخته به مو غاښونه روغ، پاک، کلک او ښکلي وي او هم په د لوی خدای (ج) له نعمتونو څخه په ښه اوبشپړه ډول ګټه تر لاسه کولای شو.

 ژباړه: محمد سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …