کور پانه / ادب / روغتیا / له حمام کولو وروسته اوبه وڅښکو که نه؟

له حمام کولو وروسته اوبه وڅښکو که نه؟

له حمام وروسته اوبه مه څښکئ؛ نن ورځ د خلکو تر مینځ یو عام دود دی چې سمدلاسه د حمام یا حوض او سونا پریښودو وروسته، او ځینې وختونه ان په حوض یا حمام کې، اوبه یا ساړه او ګرم څښاک څښکي او له دې کار څخه یو ډول خوند هم اخلي.

د روغتیا پالانو لارښونو له مخې د حمام کولو او یا له حمام څخه وروسته سمدلاسه اوبه څښکل ښه کار نه دی ځکه کله چې له حمام کولو وروسته سمدلاسه اوبه وڅښکئ د اوبو ظاهري سوړوالی سمدواره د بدن په اصلي اجزاو په ځانګړي ډول زړه اغیز کوي او مزاج یې سړوي.

ان هغه کسانو ته چې د ګرم یا اوچ مزاج له کبله د تندې زغم نه لري هم توصیه کېږي چې له حمام وروسته که اوبه څښکي نو اول دې په خوله کې لږ واړئ راواړئ تر څو سوړوالی یې مات شي او دوی دې د امکان ترحده دومره لږې اوبه وڅښکي چې یوازې تنده یې ماته شي.

دې ټکي ته د اوږد حمام کولو چې تودخه یې هم لوړه وي پر وخت پاملرنه بېخې اړینه ده او د ډېر ازښت لرونکې ده نو پر دې بنسټ باید دې ټکي ته پاملرنه وکړو چې:

د ګرم حمام یا سونا پر مهال او یاو وروسته یې سم د لاسه اوبه ونه څښکو.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …