کور پانه / خبرونه / فکري جګړه څه ته وایي؟

فکري جګړه څه ته وایي؟

فکري جګړه د یو شمیر غربې هیوادونو په ملګرتیا رامنځته شوي، چې دا جګړه د توپونو، ټانګونو، سپکو او درنو وسلو پر مټ نه، بلکې د ټکنالوژي او برقي وسایلو پر مټ پر مخ بوول کیږي.

غواړم د هغو وسایلو نومونه درته یاد کړم چې پر مټ یې دا جګړه، چې په ظاهره یې د ساعت تیرې یا هم اسلامي هیوادونو ته د دوستي تر شعار لاندې نومول شوي، خو په اصل کې یی موخه د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو بې لارې کول، له خدای ﷻ څخه غفلت، د اسلام له مبارک دین څخه لرې کول او د ډیموکراسي ترویج ده.

دغه وسایلو څخه تلویزیون، سینما، انټرنيټ او داسې نورو برقي وسایل یادولولی شو. د تلویزیون له لارې ډول ډول غیرې اسلامي سریالونه او پروګرامونه خپریږي. په داسې حال کې چې د سریالونو اداکاران یې نیمه بربنډ وي چې د تلویزیونونو مالکینو ته یې د خپرولو په بدل کې ډیرې پیسې او امتیازات ورکول کېږي.

سربیره پر دې د سینما پر پردو ډول ډول فلمونه چې د اسلامي قواعدو او اصولو خلاف دي نندارې ته وړاندې کیږي چې موخه یی بی حیایي او د مسلمانانو فکر د شهوت په لاره سوق کول دي، خو ځینې هغه فلمونه چې د غوره داستان او کیسې لرونکي وي او د ثبت بدلون رامنځته کیدو لامل کېږي او د شهوت د رامنځته کیدو سبب نشې استثناه دي.

خو تر ټول ستره وسیله یې چې د ټکنالوژۍ پر مټ پر مخ روانه ده او کنټرول یې تر ډیره د غرب په لاس کې دۍ هغه انټرنيټ ده. انټرنيټ یو له هغو ساده لارو څخه ده چې غربي نړۍ یې پر مټ د غیر اخلاقي او بربنډه سایټونو په جوړه ولو سره پرې کار کړی، نن صبا د مسلمانانو کورنو او ګرځنده ځیرک ټلیفونو په لرلو سره له بده مرغه دې سایټونو ته ډیر په اسانۍ سره لاس رسی لري چې په ظاهره او د څو شیبو خوند له پاره له دې سایټونو چې پکی غیر اخلاقی فلمونه اپلوډ شوې ګوري او خپل وخت هسې عبث او بې ګټې تیروي چې د غرب دې فکري جګړه کې ترې کار اخیستل کیږي.

مینه او مننه موخه مې د مسلمانانو د راویښیدو او د یادو وسایلو نه د ځان، کورنۍ او عام مسلمانانو ساتنه وه.

که مو لیکنه خوښه وي د ثواب په نیت یې تر نورو مسلمانانو ورسوئ

لیکنه : عمر احمدزی

. موسی وياند

دا هم ولولئ

اریانا سعید د امریکا نوي ولسمشر ته یو وړاندیز کړی

د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید د امریکا نوي ولسمشر جو بایډین ته د مبارکۍ …