کور پانه / لوبې / پاکستان لیګ / عمران خان:هند د نړۍ یوه غښتلې لوبډله ده

عمران خان:هند د نړۍ یوه غښتلې لوبډله ده

د پاکستان لومړي وزیر او د کرکټ پخواني لومړي وزیر عمران خان وایي، د هند کرکټ ملي لوبډله یوه غښتلې لوبډله ده خو د پاکستان لوبډله ترې قوي او ډېر استعداونه په کې شته دي.

نوموړي په دې اړه خپلو څرګندونو کې زیاته کړې هند لوبډه ځکه یوه غښتلې لوبډله ده چې خپل کورني کرکټ ته یې  ډېره وده ورکړې ده او په بنسټز جوړښت یې وروته ډېر کار کړی دی:

پاکستان لوبډله به هم د هند په څېر خپل کورني کرکټ ته وده ورکړي او په خپل لومړني جوړښت به کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د کورني کرکټ په مرسته به د خپل هېواد استعدادونه وخت ورکړي ځکه په وینایې دوی له هند څخه په کرکټ کې ډېر پیاوړي استعدادونه لري.

عمران خان په داسې حال کې یادې څرګندونې کړې چې درې ورځې وروسته یعنې د روانې فبرورې میاشتې په ۲۰مه نېټه د پاکستان غوره لېګ یا پي اس ایل لوبې  پېلېږي.

دغه لوبو ته د نورو بهرنیو لوبغاړو تر څنګ پنځه افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

سیډنې سیکسرز د بیګ باش لسم پړاو اتلولي وګټله

سیډني سیکسرز لوبډلې د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش په پایلوبه کې پیرت …